د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

اوسېدونکي: د کندز علي‌اباد کې پر غصب شویو ځمکو کورونه جوړېږي


د کندز په علي‎اباد ولسوالۍ کې په دولتي غصب شوې ځمکه کې د کورونو جوړولو لړۍ جریان لري.

نېږدې اووه میاشتې وړاندې د کندز والي اسدالله عمرخېل د دې ولایت په علي‎اباد ولسوالۍ کې لسګونه کورونه چې د زورواکو له‎خوا په دولتي ځمکه کې جوړ شوي وو، ړنګ کړل.

خو په دې ورځو کې د دې ولسوالۍ یو شمېر خلک بیا وايي چې زورواکو دغه وران شوي کورونه بېرته اباد کړي دي.

د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خال محمد یم، د زورواکو له‌خوا دغه کورونه چې نوي جوړ شوي دي، یوازې یو څو کورونه د دولت له‎خوا ړنګ شوي وو ، خو دا مهال وران شوي کورونه بېرته د زورواکو له‌خوا رغول کېږي."

"سیف‌الله یم، هر څوک چې یو میل وسله لري هغه په خپل‌سر دلته ځان ته کور جوړوي او هېڅ‌څوک‌یې هم مخه نه‌شي نیولای."

په ورته وخت کې د کندز کرنې ریاست د املاک او اراضي عمومي مدير محمد ابراهیم ترکمن هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د زورواکانو له‎خوا ۵۰ سلنه وران شوي کورونه بېرته رغول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دوی د سیمه‌ییزو زورواکو مخه نه‎شي نیولای.

د کندز کرنې ریاست د املاک او اراضي عمومي مدير محمد ابراهیم ترکمن
د کندز کرنې ریاست د املاک او اراضي عمومي مدير محمد ابراهیم ترکمن

ښاغلی ترکمن وايي:

"ما په خپله هم ولیدل هغه کورونه چې د کندز سیمه‌ییزې ادارې له‌خوا وران شوي وو، خو اوس دغه وران شوي کورونه بېرته رغول شوي او لا هم د رغولو لړۍ جریان لري."

بل‎خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا وايي، که د زورواکو له‎خوا وران شوي کورونه بېرته رغول شوي وي، نو د دې ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي به عدلي او قضايي ارګانونه ته معرفي کړي.

نوموړی وايي:

"که د علي‎اباد ولسوال، امنیه قوماندان او نورو چارواکو له‌خوا د دولتي ځمکه غصب برخه کې بې‌غوري شوي وي او د زورواکو مخه‌یې نه‌یې نیولي، ښايي له هغوی سره سخت چلند وکړو او موږ زورواکو ته هېڅ‎کله هم دا اجازه نه‌ورکوو چې دولتي ځمکه غصب کړي."

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

د دې ولایت د املاک مدیریت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې څه باندې ۸ زره جریبه دولتي ځکمه د زورواکو له‎خوا غصب شوې او د دې ولایت ځینو سیمو کې لاهم د دولتي ځمکو د غصب لړۍ جریان لري.

بل‏‌خوا د کندز امنیه قوماندانۍ چارواکي بیا وايي چې له زورواکو او خپل‌سرو ځمکو د راګرځولو په اړه تر دې دمه د ځمکو له مديريته کوم معلومات دوی نه‎دي ترلاسه کړي، خو دوی وايي چې د کرنې ریاست په غوښتنه هر ډول مرستې ته چمتو دي.

د کندز د کرنې ریاست د ځمکو عمومي مدیریت اندېښنه وښوده که په دې اړه اړوند دولتي ارګانونه کوټلي ګامونه پورته نه‎کړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به ټولې دولتي ځمکې د زورواکو له‏‌خوا غصب شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG