د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ننګرهار کې د قاسم‌اباد ښارګوټي غاصبينو پر ضد لاریون وشو


په ننګرهار کې سلګونو هغو خلکو د غاصبينو پر ضد لاریون وکړ چې د خپلو ځمکو اسناد په لاس لري، خو غاصبينو ترې په زوره لاندې کړي دي.

دوی د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د جلال‌اباد ښار په پښتونستان واټ کې سره راټول شوي و او پر غاصبينو يې د مرګ شعارونه ورکول.

لاریون کوونکي وایي، له اته کالو راهیسي یې حکومت ته په قاسم‌اباد ښارګوټي کې د نمرو ترلاسه کولو په موخه تر څلوېښت زرو افغانۍ جمعه کړي، خو په خبره‌یې چې د یاد ښارګوټي زیاتره نمرې اوس زورواکو غصب کړي دي.

څو تنو لاریون کوونکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له امنیه قوماندان نه غوښتنه کوو، له څارنوال نه غوښتنه کوو چې کوم مکتوب تاسې ته درغلی پر هغه اجرأت وکړئ او دا غاصبین ونیسي."

"دغه ځمکې یې چې غصب کړې وې او دغو خلکو له لس دولسو کالو نه عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دا باید ونیول شي تر کومه وخته به بې‌چاره ملت د دغه غلو، غاصبینو او داړه مارانو له‌خوا ځورول کېږي."

ولایتي اداره په قاسم‌اباد ښارګوټي کې د غصب مسئله مني خو وایي چې په دې اړه‌یې پوره هڅې پیل کړې دي.

د قاسم‌اباد ښارګوټي لپاره د ټاکل شوي کمېسیون رئیس سید احمدشاه سادات لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوی ځمکې به له غاصبينو خلاصې کړي او دارنګه خلکو ته‌يې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د قانوني اسنادو لرونکو ته په قاسم‌اباد ښارګوټي کې د نمرو د وېش بهیر پيل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې اوېز په لاس لري، اوېزدارانو ته به په قانوني ډول سره خپل حقه حقوق ورکول کېږي او دا د مرکزي مشرانو هوډ دی او تاسو ته ډاډ درکوو چې غاصبينو ته به نور اجازه نه‌ورکوو، دا لړۍ موږ اوس شروع کړې ده او ستاسو ملاتړ غواړو."

که له یوې خوا د غاصبينو پر ضد ځايي خلکو لاریون وکړ خو په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي اداره وايي، دوی تېره اوونۍ د ټلوېزیون تپې په سیمه کې لسګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاص کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG