د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د باریک اب کرنیز او اقتصادي زون پروژې عملي چارې پیل شوې


افغان حکومت د باریک اب د کرنیز او اقتصادي زون د پروژې عملي چارې پیل کړې.

د پلازمینې د پراختیايي زون خپلواکه اداره وايي دغه پروژه به په هغو دولتي ځمکو کې پلې شي چې وړاندې د زور واکو له لورې غصب شوې وې خو اوس د حکومت سره دي.

د دغه زون مشرالهام عمر هوتکي د شنبې په ورځ له درېیو خصوصي شرکتونو سره د باریک اب د کرنیز او اقتصادي زون د عملي چارو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل چې په دغه پروژه کې به هغو ۱۰۰ تنو افغان سوداګرو ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې فابریکې لري او له ستونزو سره مخامخ دي ځمکې ورکړل شي.

ښاغلي هوتکي د ولسمشر محمد اشرف او د هېواد د لومړۍ مېرمنې په حضور کې د یادې پروژې د عملي چارو د پیل خبر ورکړ:

"د متوازن انکشاف لپاره نن د باریک اب چې د کابل د شمال لوی اقتصادي او صنعتي زون دی د ولسمشر په اجازه یې عملي چارې پیلېږي، په دغه اقتصادي زون کې د حکومت له لورې شااوخوا ۱۵میلیونه ډالره پانګونه کېږي چې تر راتلونکو پنځو کلونو کې به د حکومت عواید له همدې درکه ۲۸ میلیونه ډالرو ته ورسېږي."

د ښاغلي هوتکې په خبره د دغه پروژې د کار په پیلېدو سره به ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته د پانګونې زمینه او ۳۵۰۰۰ تنو ته به د کار کولو فرصتونه هم برابر شي.

د پلازمینې د پراختیايي چارو د زون د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې د باریک اب اقتصادي او کرنیزه پروژه چې په۵۰۰ جریبه ځمکه کې به پلي کیږي ، ۱۰۰۰ فابریکو ته به ځمکې او لومړنۍ اسانتیاووې به برابرې شي.

د پلازمینې د پراختیايي چارو د زون خپلواکې ادارې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ښې حکومتوالۍ، د اقتصادي زونونو پراختیا، د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو، د متوازنې پراختیا او د غېرې پلاني سیمو د ابادولو په موخه خپلې چارې پیل کړې دي.

د کابل د ګارنېزیون مشر ګل نبي احمدزي چې په دغه مراسمو کې یې ګډون کړی وايي چې لاهم د ځمکو غصب دوام لري خو دوی د زرګونو جریبو ځمکو د غصب مخه هم نیولې ده.

ګل نبي احمدزی.
ګل نبي احمدزی.

ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه چې د امنیت له اړخه به د باریک اب پروژې د پلي کېدو به برخه کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان دا ډول پروژې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمې بولي.

اقتصادي کارپوه سید قیاس سعیدي وايي چې دا ډول پروژې د متوازنې پراختیا ترڅنګ کولای شي زرګونو بې کاره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که دغه فابریکې جوړې شي نو کاري فرصتونه به رامنځته شي، افغانستان به په کورنیو محصولاتو متکي شي، د پانګې د تیښتې مخه به ونیول او زموږ خپلې پیسې به خپلو جیبونو ته ولووېږي."

اقتصادي کارپوهان په داسې حال کې د باریک اب پروژې پر اهمیت ټینګار کوي چې د پلازمینې د پراختیايي چارو زون وايي په نېږدې راتلونکې به د محمد اغې د اقتصادي زون او د میدان وردګو د لوژستیکي پارک عملي چارې هم پیل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG