د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د پکتيا والي: ټولې غصب شوې ځمکې راګرځوم


د پکتيا والي زلمی ويسا وايي، دې ولايت کې د ښوونکو او مأمورينو ډېره برخه هغه ځمکې هم غصب شوې دي چې دوی يې تحویلې کړې او د کور جوړولو اراده‌يې پرې لرله.

نوموړی له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي، که هر څنګه کېږي دی اراده لري چې په نېږدې راتلونکي کې د ولسمشر د فرمان او حکم له مخې دغه پلان پلی کړي او هغه کورونه او کلاګانې ونړوي چې زورواکو او غاصبينو په حکومتي ځمکو جوړې کړې دي.

د پکتيا والي زلمی ويسا
د پکتيا والي زلمی ويسا

ښاغلی ویسا زیاتوي:

"موږ د غصب په هکله مشخص پلانونه لرو او دا د رئيس جمهور امر دی او ما په دې اړه مشخص پلان جوړ کړی او تطبيق کوم يې او په څو واره‌يې راته ويلي دي زه به تر ټولو لومړی د هغو ښوونکو ځمکې چې هغوی پيسې تحويل کړي او ځيني تعميراتي مواد يې راوړي خو غاصبينو اجازه نه‎ده ورکړې او موږ د هغو مأمورينو د ځمکو په اړه هم پلان لرو چې د دوی ځمکې غصب شوې دي او موږ به دا کار کوو، په مستحقو خلکو به دا ځمکې وېشو په مهاجرينو، مأمورينو او ښوونکو باندې دا د دوی حق دی او حق به حقدار ته رسېږي."

د ده په خبره دې برخه کې اقدامات‌يې جدي دي او په دې ډول پروګرامونو پلي کولو کې د هېڅ‌چا زور ته نه‌تسليمېږي او د غاصبينو څخه د ځمکو په راګرځولو کې کوټلي ګامونه اخلي.

يو ځل بیا د پکتيا والي زلمی ويسا وايي:

"ما تر مخه تاسو ته وويل چې دا د رئيس جمهور امر دی او موږ د ده امر پلي کولو لپاره جدي اقدام کوو او له غاصبينو به ځمکې اخلو او په مستحق خلکو به‌يې وېشو دا زموږ ژمنه ده له خلکو او ولسونو سره چې دا کار به کېږي."

دی زياتوي چې د ځمکو د راګرځولو په پروسه کې د ولسمشر له قوي ملاتړه برخه‌مند دی او د قومونو سره په سلا مشوره په دې ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې راګرځوي او هغه وړې او لويې کلاګانې به ړنګې کړي چې په دولتي غصب شویو ځمکو کې بې‌پلانه جوړې شوې دي.

والي دا خبره داسې مهال کوي چې د پکتيا اکثريت څړځايونه، لويې دښتې، حکومتي ځمکې او د غرونو ډډې زورواکانو وخت پر وخت لاندې کړي او ابادې کړې یې دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG