افغانستان په اړه څلور اړخیزه غونډه؛ ایران: داعش او القاعده د افغانستان خلک او د سیمې امنیت ګواښي

د عکس ښي لور ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د اندېښنو په دوام؛ د ایران، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د سپټمبر۲۷مه په دې اړه په خپور شوي بیان کې د غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، دغه ناسته د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو په اړه د ایران په نوښت جوړه شوې وه.

د بیان له مخې، ایران په افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان خلک، بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي.

په بیان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي له قوله راغلي: "موږ باید د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله همکاري پیاوړې کړو، د دغه ورانکارو پر وړاندې متحده جبهه رامنځته کړو. زموږ پیغام باید واضح وي چې تروریزم په افغانستان او زموږ سیمه کې ځای نه لري."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي

د عراقي په خبره، د افغانستان ګاونډیان نه شي کولای اجازه ورکړي چې تروریزم او له تاوریخوالی سره مله افراط ګرايي په افغانستان کې ریښې وځغلوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزات دغه شان ویلي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د افغان کډوالو، په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو او د افغانستان په اړه د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي اسمبله ورته څرګندونې کړي دي.

شریف ویلي، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، په تېره بیا هغه چې په ټکو یې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پولې هاغاړه د ترهګرۍ مسوول دي.

د پاکستان صدراعظم زیاته کړې، په دې ډلو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه، القاعده او ورسره تړلې ډلې، ټي‌ټي‌پي (تحریک طالبان پاکستان) فتنه الخوارج، مجید برېګېډ، بلوچ لیبرشن ارمي او نورې ترهګرې ډلې شاملې دي چې په خبره یې له بده مرغه په افغان خاوره کې لیدل شوي دي.

په دې اړه نور: شریف: د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستانه د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو له لوري د متوجه ګواښونو په اړه د ګاونډیو هېوادونو د تازه اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر وړاندې یې دا ډول اندېښنې بې ځایه بللي او ویلي، افغانستان کې ترهګري ډلې فعالیت نه لري، د دغه هېواد له خاورې چا ته خطر هم نه دی متوجه او د پاکستان امنیت د هغه هېواد خپله کورنۍ مسئله ده او خپل باید ورته حل‌لاره پیدا کړي.

د نړیوال چارو کارپوهان له ډلې یې حکمت‌الله حکمت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره د غونډو، اعلامیو او پرله‌پسې اندېښنو پرځای باید پر پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

حکمت وویل: "په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه اوس مهم موجود دي ولې په ټیټه کچه باندې، یوازېنی هېواد چې د ترهګرو په استولو، تمویل او روزنه کې لاس لري هغه د پاکستان پوځ او استخبارات دي او ټوله نړۍ په دې خبره ده. دغه هېوادونه باید مخ پاکستان ورواړوي چې ولې د داعش ملاتړ کوي او هغوی افغانستان ته د عملیاتو لپاره رالېږي."

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې هم د زمري په ۱۱مه په خپل ۳۴مه ګڼه راپور کې د داعش ډلې د خراسان څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې داعش ترهګریزه ډله لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه دباندې ترهګري خپروي.

دغه شان د پاکستان او ایران سربېره، د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په ځانګړي ډول د داعش ډلې د خراسان ځانګې د فعالیت او شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یوازې په تېره وږې یا سنبلې میاشت کې د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل او دایکندي کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه چې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، په دې دواړو بریدونو کې ۲۰ کسان ووژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.