د پاکستان ځیني مذهبي مشرانو امریکا سره د اړیکو د بندولو غوښتنه کړې

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژي تر اعلان وروسته د پاکستان ځیني مذهبي مشرانو له امریکا سره د اړیکو د بندولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ځینو دیني عالمانو په خورا امن فضا کې امریکا ته ګواښونه وکړل او ویې‌ویل چې د امریکا د ستراتېژۍ کلک ځواب باید ورکړل شي.

روېټرز خبري اژانس لیکلي چې د سمیع‌الحق په شمول یو شمېر دیني عالمانو د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د "ترورېست بلل شویو" کسانو په وړاندې مبارزه دې بنده کړي او د امریکا د وروستي دریځ کلک ځواب دې هم ورکړي.

د پاکستان د دفاع شورا رئیس سمیع الحق

د پاکستان د دفاع شورا رئیس سمیع‌الحق وویل:

"د ټرمپ له‌خوا په هر وخت او هر ممکن ځای کې په پاکستان باندې د حملې ګواښ د پاکستان د ملي حاکمیت پر ضد د یوې جګړې اعلان دی. د یوه سوله‎ییز دریځ د غوره کولو پر ځای دې پاکستان د دغو توهین‌امېزو اعلانونو غاښ ماتوونکی ځواب ووايي."

له سمیع‌الحق سره په دې خبري غونډه کې ګڼ نور مخور مشران هم ناست وو چې د پاکستان له حکومت سره‌یې اړیکې نه‌شلېدونکې بلل شوې دي.

د حرکت‌المجاهدین ممنوع اعلان شوې ډلې مؤسس او د انصار العلما ډلې اوسني مشر فضل‌الرحمن خلیل هم په خپل وار امریکا ملامته کړه.

هغه وویل، امریکا ۱۶ کاله جګړه وکړه خو اوس چې ماته شوې پاکستان ته د انتقاد ګوته نیسي.

د پاکستان دغه دیني عالمان خلک جهاد ته هڅوي او ګڼو هغو افغان طالب مشرانو یې په مدرسو کې درس ویلی چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد وسله‎واله مبارزه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پټن‎ځایونه لري.

هغه ویلي، د پاکستان له‎خوا ترورېستي ډلو ته د امن پټن‎ځایونو د برابرولو په وړاندې به امریکا غلې پاتې نه‎شي او پاکستان به ترورېستانو او جنایتکارانو ته په پناه ورکولو سره ډېر څه له لاسه ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ ویلي:

"موږ تر دې زیات په دې اړه چُپ نه‌شو پاتې کېدلای چې پاکستان ترورېستي سازمانونو، طالبانو او هغو ډلو ته چې سیمې او نورې نړۍ ته ګواښ پېښوي، ځای ورکړی دی. پاکستان په افغانستان کې زموږ له هڅو د ملاتړ له لارې ډېره ګټه کولای شي، خو جنایتکارانو او ترورېستانو ته له پناه ورکولو به ډېر څه وبایلي."

ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ د اعلان پر وخت وویل چې پاکستان تل د تشدد، ګډوډیو او ترور کوربه شوی او له خپل بل ګاونډي هند سره ښې اړیکې نه‎لري چې کېدای شي دا دواړه اټمي دولتونه هم سره په شخړه واوړي.

ډونالد ټرمپ ویلي، د امریکا متحده ایالاتو په تېر کې پاکستان ته میلیاردونه ډالره ورکړي، خو دغه هېواد له ترورېزم سره مبارزه نه‎ده کړې او له دې وروسته به د مرستو دغه پالېسي سمدستي بدلېږي.

پاکستاني چارواکو د ډونالد ټرمپ له لوري د ستراتېژۍ د اعلان او د پاکستان په اړه د هغه په دریځ تُند انتقاد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

خو له دې چې پاکستان د ډېرو له‎خوا په دوه ګوني چلند تورن شوی اوس وخت د ډونالد ټرمپ له ستراتېژۍ ګڼو چارواکو او سیاستوالو هرکلی کړی او په ژر تطبیق‌یې ټینګار کړی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی