د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په دریو بیلابیلو ولایتونو د تېرې شپې هوايي بریدونو ته چې د ياکستان له خوا ارسره شوي او لږ ترلږه ۱۰ ملکیان په کې ووژل شول پنځه نور ټپیان شوي، ځواب ورکړل شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه ( د نومبر ۲۵ مه ) په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې زیاته کړې چې، دا د افغانستان د حريم نقض او د ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی او د غلطو معلوماتو پر بنسټ اقدام وضعیت لا ترینګلی کوي، خو د پاکستان حکومت په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.
په بیان دا د کوم ډول غلطو معلوماتو او د څه په اړه، په دې اړه جزیات نه دی ورکړل شوي.
د طالبانو حکومت ویلي تېره شپه د کابل په وخت نږدې دولس بجې د پاکستان جیت الوتکو د دې هیواد په درې ولایتونو کونړ، خوست او پکتیکا هوايي حملې کړي دي.
د خوست سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په دې ولایت برید کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي چې نهه یې ماشومان او یوه یې میرمن ده.
په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته په استولي یو غږیز بیان کې ویلي چې پېښه د دې ولایت د ګربز ولسوالۍ په مغلګي سیمه کې شوې ده:
"تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د پاکستان متجاوز پوځ د خوست د ګربز ولسوالۍ په مغلګي سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکې ولایت خان په کور حمله کړې چې له امله یې لس کسان شهیدان شوي دي، په شهیدانو کې ۴ ماشومان، ۵ ماشومانې او یوه میرمن شامله ده."
د خوست د ګربز ولسوالۍ او د پېښې عینې شاهد مجید خان ازادي راډيو ته وویل:
دولس بجې وې چې پېښه شوې وه، موږ چې ورته راورسېدو، په یوه کوټه کې درې څلور کسان شوي وو، په بله خونه کې څلور نور شهیدان وو،
"دولس بجې وې چې پېښه شوې وه، موږ چې ورته راورسېدو، په یوه کوټه کې درې څلور کسان شوي وو، په بله خونه کې څلور نور شهیدان وو، دوه، دغلته پراته وو، دا ټول مو راوویستل، د دې کورنۍ یو کس په دبۍ کې دی او نور یې هیڅوک یې نه دي پاتې ټول شهیدان شوي دي"
په خوست کې یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې پېښه کې درې ماشومان ټپيان شوي هم دي چې اوس مهال په روغتون کې بستر دي.
اخوا د کونړ سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې د شپې نږدې یوه نیمه بجه د مرکز اسعد اباد په ساګي سیمه کې پاکستاني جیټ الوتکو د ولسي وګړو یو کور په نښه کړ چې له امله یې پنځه تنه ټپيان شول.
د عباس په نوم په پېښه کې یو ټپي شوي ازادي راډیو ته وویل:
"د شپې شاوخوا دوه بجې به وې چې یو ناڅاپه درز شو، موږ راووتو له خونو اول برید سره د اوب, ټانکۍ لږېدلی وه خو په دوهم برید کې موږ ټپیان شو، زما ورونه او تره زمان مې ټپیان دي او کور مو نړېدلی دی."
په پکتیا کې بیا ځاني زیان نه دی رسېدلی خو د راپورونو پر بنسټ ځینو ولسي وګړو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
دې بریدونو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې په افغانستان د پاکستان بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللی او ویلي یې دي هغه هیواد باید عواقب وسنجوي.
د تېر جمهوري حکومت ګڼو نورو چارواکو هم دغه بریدونه غندلې او ویلي یې پاکستان په دې ډول غواړي د خپل کورنۍ امنیت ناکامي پټه کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي، د ولسي وګړو وژل یوې لوې جګړې ته زمینه برابرول دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ستونزې باید د ډیپلوماټیکي چینلونو له لارې حل شي.
پاکستان رد کړه چې ګنې پرافغانستان یې بریدونه ترسره کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري په یوه بیان کې چې د پاکستان دولتي ټلویزیون پي ټي وي خپورکړی، ویلي چې پاکستان پرافغانستان برید ندی کړی او زیاته کړې یې ده، هرکله چې دوی برید کوي نو په ښکاره او مناسب ډول یې اعلانوي. هغه همدارنګه د افغان لوري هغه ادعا چې وایي په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، بې بنسټه وبلله.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت پرافغانستان د پاکستان تازه هوایي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې “د پاکستاني پوځيانو له خوا په پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره ښکاره په ټکرکې دي. د ښاغلي مجاهد په وینا د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان پوځ د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پریوه کور بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ماشومان، ۵ هلکان او ۴ نجونې او یوه ښځه پکې وژل شوي دي. ښاغلي مجاهد همدارنګه په کونړاو پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ۴ ولسي وګړو د ټپي کیدو خبرورکړی.
دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې پرون دوشنبې په پیښورکې پریوه پوځي مرکز په ځانوژونکي برید کې لږلږترلږه درې پوځیان ووژل شول او یولس نور ټپیان شول.
وروسته له هغې چې د اوکتوبر په نهمه پرکابل او پکتیکا پاکستان هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې په وړاندې په غچ اخیستونکو بریدونو کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي پوستې په نښه کړې، د اکتوبر په ۱۹ دواړو لورو په دوحه کې پریوه اوربند موافقه وکړه چې د ټینګښت اود دواړو لورود اختلافاتو د هواري لپاره یې په استانبول کې د خبرو دوه نور پړاوونه هم ترسره شول چې بې نتیجې پای ته ورسیدل.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي هم چې تل د پاکستان او افغانستان تر منځ مسایلو که د پاکستان حکومت په ننګه تندې څرګندونې کړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان باندې دا تازه بریدونه د پېښور پر اف سي ځواکونو د پرونۍ حملې په غچ شوي.
په پېښور کې د دوشنبې په ورځ د اف سي ځواکونو په مرکزي قرارګاه باندې ځانمرګي برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
تر دې مخکي د نومبر په یوولسمه په اسلام اباد کې د یوې محکمې د ودانۍ مخته ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې انتحاري حمله کوونکي افغان تبع وو او د برید پر مهال ورته له افغانستانه لارښوونه کېدله.
پاکستاني چارواکی تور پورې کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له نورو وسله والو ګروپونو سره په ګډه په پاکستان باندې خپلې حملې له هماغه ځایه تنظیم او مخته وړي.
دا تور د طالبانو حکومت په کلکه رد کړی او ټینګار یې کړی چې اجازه نه ورکوي له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه او استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ په اوربند هوکړه شوې وه چې په افغانستان په بیګاني هوايي بریرید سره کوم چې د طالبانو حکومت وايی پاکستان کړی دی ماته شوه.
د دواړو لوریو ترمنځ په دوحه او استانبول کې درې ناستې شوي خو کوم بل پرمختګ بې نه درلود.
دا ناستې وروسته له هغې ترسره شوې چې د اکتوبر په نهمه په کابل او پکتیکا د پاکسټاني ځواکونو له هوايي بریدونو ورسته د اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې او دواړو لوریو په کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم وکړې.