محمد صادق خان د سه شنبې په ورځ د قوس په ۴ نېټه، په خپله ایکس پانه د دې لیدنې له تصویر سره لیکلي، له یوسف شریفزاده سره یې د سیمې د ثبات د ټینګښت او د ترهګرۍ ضد مبارزې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ ناوخته، د قوس ۳ نېټه، په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د هوايي بریدونو تر ترسره کېدو وروسته، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې دا بمبار د پاکستان لخوا شوی او ګواښ یې وکړ چې په مناسب وخت کې به ورته لازم ځواب ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد،، دغه بریدونه غندلي، د افغانستان د هوايي حریم نقض یې بللی او له نړیوالو منل شویو معیارونو سره یې په ټکر کې بللي دي.
طالبان وايي په مناسب وخت کې به د پاکستان برید ته ځواب ووايي خو پاکستان ویلي چې کوم برید یې نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړې چې د خوست د یو ملکي کس په کور د برید له امله لس ملکیان ، نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
همدارنګه د خوست ځینو سیمهییزو خبریالانو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د هوايي برید له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي. د طالبانو د ځینو سیمهییزو چارواکو په وینا، په کونړ کې هم یو کور په نښه شوی چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان پوځ بیا اعلان کړی چې دوی پر افغانستان هیڅ برید نه دی کړی او د طالبانو د حکومت ادعا یې «بې بنسټه» بللې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د نوامبر ۲۵ نېټه راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري، خبریالانو ته ویلي چې پاکستان په افغانستان کې هېڅ برید نه دی ترسره کړی. هغه ټینګار کړی چې پاکستان نه ملکیان په نښه کوي او نه هم په پټو عملیاتو کې ښکېل دی.
نوموړي زیاته کړې چې هر ډول پوځي اقدام یوازې له علني اعلان وروسته ترسره کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ کې په هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه لسو ملکي کسانو د وژل کېدو او د شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی ویلي چې ډېری قربانیان یې ماشومان وو.
یوناما د قوس په ۴ نېټه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو قوانینو د رعایتولو غوښتنه کړې ده.
د سیاسي او امنیتي چارو یو شمیر افغان شنونکي وايي باید هڅه وشي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې د نښتو زیاتوالی د دواړو لوریو او د دواړو هېوادونو د خلکو ستونزې ډېرولای شي. ښاغلی یوسفزی وايي«د افغانستان خلک د پاکستان له دغو بریدونو هم اندېښمن او هم غوسه دي او باور لري چې طالبان باید ورته ځواب ووايي. طالبان هم اړ کېږي چې د ولسي فشار د کمولو یا له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي، خو هر څومره چې جګړې زیاتې شي د دواړو هېوادونو او خلکو ستونزې به لا ډېرې شي، او سوداګري چې له پخوا ډېر زیانمنه شوې، نوره به هم زیان وویني.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو د ختمولو یوازینۍ لاره خبرې دي.
د امنیتي او سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر هم وایي که دا ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي، د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره به ناوړه او خطرناک پایلې ولري. «څومره ژر چې د دې مسایلو مخه ونه نیول شي، د خبرو لار خپله نه شي او د دواړو هېوادونو ستونزې د مذاکرې له لارې حل نه شي، پایلې به یې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې ناوړې او ان ویلای شو چې د سیمې لپاره به هم خطرناک وي.»
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) ډلې غړي په افغانستان کې خوندي پناهځایونه لري او له نورو وسلهوالو ډلو سره په ګډه له همدغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.
خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې د بل هېواد پر ضد به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه چاته ورنه کړي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د اکتوبر په ۱۹ نېټه د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ په دوحې کې د اوربند هوکړه شوې وه، خو د طالبانو حکومت وایي چې د پاکستان له خوا وروستي هوايي بریدونه دغه هوکړه نقض کړه.
په تېر یوه میاشت کې د دواړو لوریو ترمنځ په دوحه او استانبول کې درې ناستې شوې دي، خو تر اوسه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
دغه خبرې وروسته له هغه پیل شوې چې پاکستان د اکتوبر په ۹ نېټه پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او بیا د اکتوبر په ۱۱ نېټه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شدیده نښته وشوه. دواړو لوریو یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا هم کوله.
د هغه مهال د راپورونو له مخې، په همدې نښتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ملکیانوته هم مرګژوبله او تاوانونه واوښتل.