د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

د ډیورند کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې، دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان او پاکستان چارواکي د ډیورند په اوږدو کې د تیرې شپې بریدونو له کبله یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. دغه بریدونه د افغانستان په ختیځ او جنوبي سیمو کې کې په ځایي وخت تېر ماخوستن مهال پېل شول چې طالبانو ( انتقامي) بللي. د شپې ۱۲ بجې بریدونه درول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه وسله والو نښتو ته د "انتقامي برېدونو" نوم ورکړ او نن یکشنبه د تلې شلمه ) یې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا بریدونه د پاکستاني جیت الوتکو له لوري د پلازمینې کابل د حریم د نقضولو او دغه راز په پکتیکا کې د هوايي حملو په غبرګون کې ترسره شول.

نوموړي ادعا وکړه چې په دې نښتو کې لږ ترلږه ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستاني رسنیو بیا د پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله ادعا کړې ده چې دا جګړه چې لا هم روانه ده طالب لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم ازادي راډیو په خپلواک ډول دغه ادعاګانې نه شي تاییدولي خو په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو یو شمېر ویډیو ګانو کې چې د تېرې شپې جګړې ته منسوبیږي د پاکستاني ملیشه ځواکونو ځیني مړي ښودل کیږي چې طالب ځواکونه ورسره لیدل کیږي.

د پاکستاني رسنیو له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې د امنیتي چارواکو له قوله ادعا شوې چې افغانستان لوري ته لږ تر لږه ۱۹ امنیتی پوستې نیول شوي دي، هغه ادعا چې په خپلواک ډول یې تاییدول ګران دي.

له دې ډلې د پاکستان حکومتي رسني PTV د راپورونو له مخې تېره شپه پاکستاني جیټ الوتکو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو یو شمېر پوستې بمبارد کړي او په کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

دغه رسني په خپله ایکس پاڼه د دغه نښتې ګڼې ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو یو شمېر پوستې له منځه وړي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې په دې نښتو کې د دوی اړخ ته ۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

هغه دغه راز ادعا وکړه چې په دې جګړه کې د پاکستان شل پوستې هم له منځه وړل شوي او مهمات یې دوی ته لاس ته ورغلي دي.

نوموړي وویل دغه بریدونه د دوی حکومت د شپې په ۱۲ بجې د قطر او سعودي عربستان د غوښتې پر بنسټ ودرول خو په خبره یې لا هم د پاکستان له لوري په ځینو سیمو کې د دوی په امنیتي پوستو خال خال ډزې کیږي او جګړې ته لمن وهل کیږي.

بیګاه د شپې شاوخوا لس بجې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په کونړ، ننګرهار، هلمند، کندهار، خوست، پکتکیا او پکتیا کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکول شول.

د ننګرهار او کونړ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ له ماښام وروسته طالب ځواکونو پر پاکستاني اړخ د سپکو او درنو وسلو برید وکړو او وروسته د دواړو له لوري سخته جګړه ونښه.

ځینو پاکستاني رسنیو د دې هیواد د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي له قوله دغه بريدونه غندلی دي او په وينا یې "د پاکستان پر ملکي وګړو د افغان پوځ ډزې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. "

د طالبانو دفاع وزارت د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې د دغه نښتو د پای ته رسېدو اعلان وکړو خو پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې پاکستاني پوځ د نن ورځې تر لسو بجو په طالبانو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

دا نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د روانې د اکټوبر پر نهمه د طالبانو حکومت وویل د "کابل هوايي حریم" نقض شوی او په پکتیکا ولایت کې ځينې سیمې د پاکستان ځواکونو له لوري په نښه شوي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا عمل له تشدد ډک ګام بللی او ویلي یې وو چې د پایلو مسولیت به یې د پاکستان په غاړه وي.

له دې پېښو وروسته پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې په دې حمله کې د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي مسید وژل شوی خو تحریک طالبان پاکستان نور ولي مسید ته منسوب یو غږیز پیغام خپور کړو چې نوموړي په کې د ځان د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي یې وو چې دا اوس مهال د پاکستان په قبایلي سیمو کې روغ رمټ دی.

خو ازادي راډيومفتي نورولي ته منسوب دغه غږیز پیغام په خپلواک ډول تایید نه شو کړای.

په همدې حال کې قطر او سعودي عربستان په بیلابیلو اعلامیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستي تاوتریخوالي او نښتو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

دغه هیوادونو ویلي دغه نښتې د سیمې په امنیت او ثبات منفي اغیزې لري.

له بل لوري راپورونه وايي چې له دې نښتو وروسته نن سهار پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن – سپین بولدک دوازې د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې تورخم ته له تګ ډډه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی له دې وړاندې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د لارو د تړل کېدو لامل شوی چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG