د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

د افغانستان-پاکستان اوربند نن پای ته رسیږي، پاکستان یې دوام د طالبانو پر ژمنو مشروط کړی


د افغانستان-پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړې
د افغانستان-پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړې

د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ  ۴۸ ساعته اوربند نن د اکتوبر ۱۷مه د افغانستان په وخت د مازدیګر په پنځه نیمو بجو پای ته رسیږي. د طالبانو حکومت ویلي چې دا اوربند به تر هغې موجود وي چې د مقابل لوري لخوا کوم برید نه وي شوی، خو پاکستان ویلي و، د ۴۸ ساعتونو لپاره نافذ دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره اوس "توپ د افغانستان په میدان کې دی".

پاکستاني رسنیو له دې ډلې د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړي د پنجشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې خبرداری ورکړی چې "که دا اوربند یوازې د وخت اخیستلو لپاره وي، موږ به یې ونه منو."

هغه دغه شان هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند د "منطقي او اسطوارو غوښتنو" پر بنسټ وساتل شي.

شهباز شریف ټینګار کړی چې پاکستاني طالبان باید له منځه یوړل شي او هغوی ته اجازه ورنه کړل شي چې د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره وکاروي.

د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، دا اوربند که څه هم موقتي دی، خو کولای شي د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د روان کړکیج د کمولو او د جدي خبرو د پیل لپاره فرصت برابر کړي.

د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز پخواني مرستیال او اوس یې ارشد همکار حکمت‌الله اعظمي، د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۶ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل "دواړه خواووې د دغه کړکیج د پراختیا په زیانونو باندې واضح پوهیږي او زما په اند په دې فکر دي چې دا باید کنترول شي، خو لا تر اوسه د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې داسې څه هڅې نه دي پیل شوي چې دې بحران ته یو دایمي یا اوږدمهاله حل لار پیدا شي."

ځینې سیمه ییزو هېوادونه د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د اوربند د رامنځته کېدو هرکلی کړی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان تر منځ د موقت اوربند هرکلی او ملاتړ کړی، د دواړو هېوادونو د رغنده خبرو له لارې د حل لارې موندلو چمتووالی یې ستایلی او ټینګار یې کړی چې دا اقدام د دواړو خواوو په ګټه دی او د سیمې په امن او ثبات کې مرسته کوي.

دغه شان د فرانس پریس د راپور پر بنسټ، ایران هم د دې اوربند هرکلی کړی او د خبرو او دیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

له دې وړاندې هم ځینې عربي هېوادونه، لکه سعودي عربستان او قطر، له دواړو خواوو غوښتي وو چې د جګړې د شدت مخه ونیسي.

شهباز شریف د کابینې په غونډه کې ویلي چې د پاکستان متحد هېوادونه، په ځانګړې ډول قطر، هم هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوسني وضعیت په حل کې ونډه ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس شبکه ویلي چې د سعودي عربستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

که څه هم په دغو اعلامیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو جګړو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې په دغو خبرو کې د سیمې د وضعیت او وروستیو پرمختګونو په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شدیده نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې چې طالبانو د اکتوبر په لسمه پاکستان د کابل د هوايي حریم په نقض او د پکتیکا په یوه سیمه‌ییز بازار په هوایي بریدونو تورن کړ.

وروسته، د اکتوبر په ۱۱مه، طالبانو اعلان وکړ چې په کنر، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او هلمند ولایتونو کې یې پر پاکستاني پوستو پراخ بریدونه کړي او دغه بریدونه یې "انتقامي" وبلل.

بیا طالب ځواکونو په څو ولایتونو کې، لکه ننګرهار، کنر، کندهار او پکتیکا، د ډیورنډ کرښې پر اوږدو پاکستاني ځواکونو سره نښتې وکړې او دواړو خواوو یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې وکړې.

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د عامې روغتیا رییس کریم الله زبیر اغا د پنجشنبې په ورځ اسوشتید خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې نښتو تر اوربند مخکې ۴۰ ملکي وګړي وژلي او ۱۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادونې ده چې د همدې نښنو له امله پاکستان افغانستان سره خپلې ټولې لارې هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

XS
SM
MD
LG