د پاکستان صدارعظم شهباز شریف له ترهګرۍ سره د دغه هیواد په مبارزې له ټینګار سره یو وار بیا ادعا کړې چې په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو مسولین د هند په ملاتړ د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
د پاکستان دولتي راډيو راپور ورکړی چې ښاغلي شریف د شنبې په ورځ د سپټمبر ۱۳ مه په بنو کې د لوړې کچې په یو غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت باید د " خوارجو" د ملاتړ او د پاکستان د حکومت ترمنځ یو انتخاب کړي.
اسلام اباد د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي جنګیالیو ته د خوارجو اصطلاح کاروي.
په راپور کې ویل شوي چې شهباز شریف د پاکستان په وروستیو ترهګریزو پېښو کې افغان اتباع ښکیل وبلل او له دې هیواده یې د غیرقانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړو.
د پاکستان دولتي راډيو ویلي په بنو کې د لوړې کچې دا امنیتي غونډه وروسته له هغې ترسره شوه چې د روانې سپټمبر له ۱۰ مې تر ۱۳ مې په خیبرپښتونخوا کې وسله والو برېدونو کې ۱۹ پاکستاني پوځيان ووژل شول او مسولیت یې تحریک طالبان پاکستان ومانه.
په ورته وخت کې د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر پوهان د شهباز شریف وروستۍ څرګندونې ناسمې ګڼي.
د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل" زه فکر کوم افغانستان اوس مهال په داسې یو موقف کې نه دی چې د دغه ډلو ملاتړ وکړي، ځکه دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، او دغه ډول تورونه ډېر موجه نه دي، اوس مهال افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، فکر نه کوم چې د دې وړتیا دې ولري چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو او په دې هیواد کې د لاس وهنې لامل دې وګرځي."
د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزی وايي" په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستان اړیکې ورځې تر بلې خرابیږي زه فکر کوم د دې منفي اغیزې په ټولو افغانانو پریوځي، ځکه سوداګرۍ له منځه ځي، دغه شان په پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو په ژوند اغیز لري، د دواړو لوریو ترمنځ په تګ راتګ کې لا ډېرې ستونزې راپیدا کوي، معلومیږي چې پاکستان له دې حملې وروسته د افغانستان په وړاندې تنده ژبه کارولې ده."
په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ( ای، ایس، پی، ار ) پرون شنبه د سپټمبر په ۱۳ مه په یو بیان کې ادعا کړې چې د استخباراتي راپورونو له مخې یو شمېر افغان اتباع په دې بریدونو کې ښکیل وو.
په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید خپل مسولیتونه پوره او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار د پاکستان ناامني د دې هیواد کورنۍ ستونزه بللې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره د هیڅ چا په وړاندې نه کاریږي.
پاکستان تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو تر واک لاندې پ افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري خو د طالبانو حکومت ویلي چې پاکستان دې د خپلې ناکامۍ لپاره افغانستان نه ملامتوي.
د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې څو ځل د افغانستان په خاوره کې دننه هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي یې وژلي خو د سیمې اوسېدونکو ویلي په دې بریدونو کې ملکي افغانان په نښه شوي دي.
تر ټولو وروستۍ هوايي حمله چې د تېرې اګسټ په ۲۷ مه د خوست په سپیرې او د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې د افغانستام په خاوره وشوه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا برید د پاکستاني ځواکونو له خوا شوی، دا برید یې وغندو او په کابل کې یې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ.
خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه څه ونه ویل.
د طالبانو د حکومت چارواکو او د خوست او ننګرهار اوسېدونکو تر حملې ورسته وویل چې په دې هوايي حمله کې درې ماشومان وژل شوي او لس کسان نور ټپیان شوي دي.