یو شمېر افغان کډوال چې پرون د پاکستان په پلازمینه اسلام کې پولیسو نیولي، وايي د شپې پولیسو د ارجنټاین په نوم پر پارک چاپه ووهله، ښځې ماشومان او لویان یې ووهل او ټول یې حاجي کمپ ته انتقال کړل. دوی وايي د نیولو شویو کورنیو شمېر سلګونه ته رسیږي چې د ویزو او نورو اړینو اسنادو د نه لرلو له امله یې له تېرو نږدې څلورو میاشتو راهیسي په دې پارک کې په خیمو کې ژوند کاوه. د بشري حقونو یو شمېر فعالان د پاکستاني پولیسو دا عمل غندي او وايي له کډوالو سره دغه ډول چلند له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
پاکستاني پولیسو بیګاه د نومبر ۲۵ مه د شپې شاوخوا یوه بجه په اسلام اباد کې د ارجنټاین په نوم یو پارک چاپه ووهله چېرې چې سلګونه افغانو کډوالو کورنیو تر خیمو لاندې ژوند کاوه.
افغان کډوال وايي پولیسو د دوی له ډلې سلګونه کسان ونیول خو دوی غوښتنه کوي چې پاکستان دې دوی په جبري ډول نه ډيپورټ کوي.
دیبا فرهمند چې مدني فعاله ده او بیګاه د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوې وايي پولیسو ښځې او ماشومانو سره له تاوتریخوالي کار واخیست:
ویزې مو نه درلودې، کور مو نه لرلو او دلته مو په خیمو کې ژوند کاوه، خو بیګاه د شپې یوه بجه پولیس راغلل او موږ یې ووهلو
"څلور میاشتې کیږي چې موږ دلته د G6/2 په ارجنټینا پارک کې وو او اعتراض مو کاوه، تر څو موږ ډیپورټ نه شو ځکه چې ویزې مو نه درلودې، کور مو نه لرلو او دلته مو په خیمو کې ژوند کاوه، خو بیګاه د شپې یوه بجه پولیس راغلل او موږ یې ووهلو ، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې موږ ټول حاجي کمپ ته راوستو. "
مریم بله افغانه میرمن ده چې د خپل کوچني ماشوم سره نیول شوې او حاجي کمپ ته وړل شوې ده.
هغې د سې شنبې په ورځ د نومبر ۲۵ مه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ یې ووهلو او په ډېر بد وضعیت کې یې موټر ته پورته کړو، او دلته دې کمپ ته یې راوستو، د درې سوه په شاوخوا کې کورنۍ یو، چې زموږ په منځ کې امیندواره میرمنې هم شته، نوي زېږېدلي ماشومان هم شته، داسې ماشوم هم چې دوه میاشتې یې د پیدا کېدو کیږي او د سینه بغل ناروغي هم لري، ساه یې بندیده او مور یې چیغې وهلې او پولیسو وهله. "
نوموړې وویل چې د دې په ګډون ډېر شمېر بایمټریک شوي او له پاکستانه د جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي خو په خبره یې تراوسه د کډوالو د حقونو هیڅ بنسټ مرستې ته نه دی راغلی.
یو شمېر افغان کډوالو کورنیو نږدې څلور میاشتې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ویزو د نه لرلو له امله د کورونو مالکانو له کورونو ویستي او دوی د اسلام اباد په ارجنټاین پارک کې پناه اخیستي او په سختو شرایطو کې خپلې ورځې، شپې سبا کوي.
د دوی په منځ کې د کډوالو د حقونو افغان فعال احمدضیا فیض په تېره اګسټ میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د روان کال د جولای له ۲۸ مې راهیسي د کډوالو د حقونو ستونزو ته د رسېدو په پار لاریون پیل کړی او دوی غواړي چې د دوی ستونزې واورېدل شي.
که څه هم دغه نیول شوي افغان کډوالو ادعا کوي چې دوی حاجي کمپ ته انتقال شوي او افغانستان د جبري اخراج له خطر سره مخ دي خو د ازادي راډيو مشال څانګې ته د اسلام اباد د پولیسو ویاند تقي جواد اخوندزاده د دغه پېښې په اړه بې خبري ښودلې ده.
ځینو سرچینو بیا مشال راډیو ته ویلي چې نیول شوي افغانان حاجي کمپ ته انتقال شوي او له هغه ځایه به افغانستان ته واستول شي.
په اسلام اباد کې له افغان کډوالو سره د پولیسو دا چلند د بشري حقونو د فعالانو او د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له لوري غندل شوی دی.
دوی دغه شان د پېښې ځینې ویډیو ګانې هم خبرې کړي او له افغان کډوالو سره یې د مناسب او انساني چلند غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو یو شمېر فعالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کډوالو په وړاندې د پولیسو وروستي عملیات د کډوالۍ له حقونو سرغړونه وبلله.
د بشري حقونو د فعالانو ټولنې یوه غړي فهیم فرواک وویل:
"پاکستان په وروستیو کې له افغانانو سره ډېره بده رویه کوي، دوی نیسي، تحقیروي یې، سپکوي یې او غیر انساني چلند ورسره کوي، چې دا نه له انساني اړخه سم عمل دی او نه هم د نړیوالو اصولو له اړخه، تر اوسه نه په دې اړه د طالبانو حکومت کوم غبرګون ښودلی او نه هم کوم ګاونډي هیواد، زموږ خلک قربانی شوي، دوی مجرمان نه دي، زه د بشري حقونو له ټولو بنسټونو غواړم چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره وروستی چلند وغندي او په دې برخه کې لاس په کار شي. "
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ تر وروستیو ترینګتیاوو وروسته پاکستان په ښکاره ډول په هغه هیواد کې په میشتو افغانانو فشار ډېر کړی دی.
څو ورځې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په یو راپور کې ویلي وو چې په وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف او جبري ډيپورت بهیر چټک شوی دی
په دوی کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظامپخواني امنیتي ځواکونه، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، هنرمندان، د ښځو د حقونو فعالانې او نور زیانمنونکي کسان شامل دي چې په خبره یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې د خپل سر د خوندیتوب په هدف خپل وطن پرېښی دی.