د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۷

پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه نښتې شوې دي


د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو یو ټانک (نن د تلې ۲۳مه)
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو یو ټانک (نن د تلې ۲۳مه)

د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کندهار په ګډون په پکتیکا او خوست کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا وسله والې شخړې شوې دي. تازه په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږد کې د دواړو لوریو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم یو شمیر سیمه ییزو سرچینو نن چهارشنبه د اکتوبر په ۱۵ مه د ماسپښین په درې بجو ازادي راډیو ته وویل، چې د کندهار په سپین بولدک – چمن کې نښته کراره شوې خو په خبره یې وضعیت ډېر ترینګلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند په دې سیمه کې پاکستانی لوري د جګړې په پیل کولو تورن کړی دی خو د پاکستان پوځ ویلي چې په چمن کې یې د طالبانو حمله په شاه تمبولې ده.

طالبانو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو له ازادي راډيو سره پّ خبرو کې ادعا کړې چې په دې نښتو کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په سپین بولدک کې پاکستانی پوځیان د جګړې په پیل تورن کړي او د پاکستان پوځ وايي، په چمن کې یې د طالبانو برید په شاه تمبولی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۵ مه په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې په دې نښتو کې د سپین بولدک ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي خو د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه ډاکتر د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط له ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د جګړې له سیمې دوی ته تر ۳۰ پورې مړي او نږدې ۱۰۰ ټپیان وروړل شوي چې ټول ولسي وګړي دي.

د سپین بولدک د ویش بازار یوه اوسېدونکې ازادي راډيو ته وویل چې دا نښتې د سپین بولدک- چمن دروازې ته نژدې نن سهار وختي په ۴ بجې پیل شوې او د ورځې تر یولسو بجو یې دوام درلود.

نوموړي د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل طالبانو دغه دروازه په بمونو والوزوله او پاکستاني جیټ الوتکو د ویش په بازار او سپین بولدک ولسوالۍ کې ولسي کورونه په نښه کړل چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه ورسېدل.

دی وايي"پاکستاني جیت الوتکو د ویش بازار او سپین بولدک ولسوالۍ بمبار کړه، د عامو خلکو موټرې او کورونه یې په نښه کړل، ګڼ ولسي خلک شهیدان شوي او ټپیان شوي دي، موږ سیمه پرېښې ده او دلته کندهار ښار ته راغلي یو."

د کرښې بلې غاړې ته د چمن یوه اوسېدونکې هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې ده لږ ترلږه درې پاکستاني جیټ الوتکې ولیدې چې دوه ځل یې په سپین بولدک ولسوالۍ هوايي حملې وکړې.

نوموړي نن ازادي راډيو ته وویل"الوتکو بمبار کړی دی، درې جیټ الوتکو برخه په کې اخیستې ده، له سهار وروسته بیا درې جیت الوتکې لاړې موږ یې ګورو، دلته چمن کې ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی خو د افغانستان اړخ ته ویل کیږي چې ولسي وګړي په کې ډېر کسان وژل شوي دي، وضعیت خو اوس هم جنګي دی خو له تېر یو ساعت راهیسي جګړه ولاړه ده."

د سپین بولدک یوه بل اوسېدونکي هم دوضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل"طالبانو دروازه هم ونړوله، زموږ خواته یې هم خلک زیانمن کړي دي، خونې یې راونړولې، ډېرې شدیدې نښتې وې."

په همدې حال کې د بلوچستان ایالت د چمن سیمه ییزو چارواکو د ازادي راډيو مشعل څانګې سره خبرو کې ادعا کړې چې په دې نښتو کې د دوی اړخ ته پنځه کسان ټپیان شوي دي، او د جګړو له امله دغلته د دولتي ادارو، ښوونځيو او د پولیو ضد کمپاین چارې د وضعیت د خرابېدو له امله ځنډول شوی دی.

له طالبانو سره په جګړه کې د وژل شوي پاکستاني سرتېري د جنازې مراسم- کوهاټ
له طالبانو سره په جګړه کې د وژل شوي پاکستاني سرتېري د جنازې مراسم- کوهاټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای ایس پي ار بیا په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په دې نښته کې یې له ۱۵ تر شلو پورې طالبان وژلي داسې مهال چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه پاکستاني لوري ته د درنو مرګ ژوبلو او دغه شان د سپکو او درنو وسلو د نیولو ادعاوې کړي دي.

د پکتیکا د تروو او د وړممۍ له ولسوالۍ نه د د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هم د نښتو راپورونه ورکول شوي خو په رسمي ډول نه دي تاييد شوي.

دغه شان په خوست کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې بیګاه یې د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ملیشو په پوستو حملې کړي او زیان یې ورته اړولی دی.

عیني شاهدان وايي چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو هوايي حملې کړې دي او په نښتو کې ګڼو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفرګربز په یوه اعلامیه کې چې د رسنیو په ګروپ کې یې خپره کړې ادعا کړې چې طالب ځواکونو د دې ولایت په پالوڅې سیمه کې د پاکستاني ملیشو په پوستو هغه مهال بریدونه وکړل چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هغوی غوښتل په دوی حمله وکړي.

سه شنبه د اکتوبر په ۱۴ مه د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول شوي وو.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا تاوتریخوالی وروسته تر هغې زیات شو چې د روانې اکتوبر په لومړیو کې د طالبانو دفاع وزارت پاکستان د کابل د هوايي حریم په نقض تورن کړ او وې ویل چې دغه راز دوی په پکتیکا کې په یو سیمه ییز بازار هوايي حمله کړې ده.

وروسته د اکتوبر په ۱۱ مه طالبانو کونړ په ګډون په ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او هلمند کې په پاکستاني پوستو د پراخه حملو خبر ورکړو او دا بریدونه یې انتقامي وبلل.

د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په دې نښتو چې څو ساعته یې دوام کړو دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کړي وې.

خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګي پرون د اکټوبر ۱۲مه په دې جګړه کې د خپلو ۲۳ عسکرو وژل کېدل او دغه شان د ۲۹ نورو ټپي کېدل ومنل، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې په دې نښتو کې ۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه شخړو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره ټولې لارې هم تړل شوي چې له امله یې دواړو لوریو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG