د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ترکيه کې افغان کډوال: د اخراج او توقيف له خطر سره مخامخ يو


ترکيه کې افغان کډوال
ترکيه کې افغان کډوال

په ترکیه کې افغان کډوال وايي چې، د ترکیې حکومت د دوی د اوسېدو جواز نه تمدیدوي او له همدې امله دوی د اخراج او توقیف له خطر سره مخامخ دي.

یوه افغان کډوال چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د کورنۍ دوه غړي یې په‌‌‌دې وروستیو کې د ترکیې د پولیسو له‌‌خوا بندیان او څو میاشتې وروسته بېرته افغانستان ته استول شوي.

"زه په ۲۰۱۸ کال کې په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره د قاچاق له لارې راغلم، اوس د ترکیې حکومت زموږ اسناد ضبط کړي، لوڼې مې زده‌کړې نه‌شي کولای
حليمه

هغه زیاته کړه: "زما پلار شاوخوا نهه میاشتې په توقیف کې و او زما ۱۷ کلنه خور شاوخوا دوه میاشتې په بند کې وه، وروسته له هغه پولیسو دوی افغانستان ته وشړل او موږ ډېر بد حالت تجربه کړ."

په ترکیه کې مېشت افغان کډوال وايي، فشارونه او د اخراج او توقیف ګواښونه د دې لامل شوي چې نورو هېوادونو ته د قاچاق لارې لټوي.

حليمه چې په ترکيه کې يوه افغانه مهاجره او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د ترکيې حکومت د هغې او د هغې د ماشومانو د استوګنې جوازونه ضبط کړي او ترې غوښتي یې دي چې له‌دې هېواده ووځي.

حليمه وايي: "زه په ۲۰۱۸ کال کې په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره د قاچاق له لارې راغلم، اوس د ترکیې حکومت زموږ اسناد ضبط کړي، لوڼې مې زده‌کړې نه‌شي کولای، کور کرایه نه‌شي کولی، روغتون مو نه‌مني، په ترکیه کې ژوند نه‌شو کولای، موږ مجبور یو چې بیا یونان ته په قاچاقي لارو لاړ شو."

ډېری افغان په سختو او قاچاقي لارو ترکيه او له ترکيې بيا اروپايي هېوادونو ته ځي.
ډېری افغان په سختو او قاچاقي لارو ترکيه او له ترکيې بيا اروپايي هېوادونو ته ځي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځ له ترکیې ډیپورټ او کابل ته استول شوي دي.

له دغو کسانو څخه ځینو یې د اوسېدو اسناد درلودل او ځینو یې نه درلودل.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د بې‌اسنادو مهاجرو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ترکي چارواکي تورنوي چې د پناه غوښتونکو د قضیو له اورېدو او شرایطو ته له پام پرته د هغوی د ایستلو پرېکړه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان څه وخت مخکې د ترکیې امنیتي ځواکونه د افغانانو په شمول د یوشمېر کډوالو په وژنې، ټپيانولو او بندیانولو تورن کړل.

د دغه سازمان په ارزونه کې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د ترکیې د وضعیت د څار کمېټې ته استول شوی راغلي چې، ترکي ځواکونو د افغان پناه غوښتونکو وضعیت او غوښتنلیک ته له پام پرته هغوی له سرحدي سیمو اړولي دي.

د رپوټ په یوه برخه کې هغو پېښو ته هم اشاره شوې چې په‌کې ترکي ځواکونو پر افغان او سوریايي کډوالو ډزې کړي، ځورولي او شکنجه کړي یې دي او بېرته یې د ترکیې له خاورې شړلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور په اساس ترکیه کې په څه باندې درې میلیون سوري کډوالو سربېره شاوخوا ۳۲۰ زره اکثر افغان کډوال هم حضور لري، چې اکثر یې د کډوالۍ د خاصو ویزو/کارتونو یا د اقامې په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG