د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو د ډزو پېښې په اړه د طالبانو د څېړنو پایلې؛ ایران پرې ناخوښي ښودلې


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سیستان او بلوچستان ایالت کې پر افغان کډوالو د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو د شکمنې پېښې په اړه د طالبانو د حکومت د څېړنو پر پایلو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایراني پوله ساتو له‌خوا د افغان کډوالو د وژلو او ټپي کولو په اړه د طالبانو د حکومت د څېړنو د موندنو په غبرګون کې، د دې پېښې رامنځته کېدل رد کړي او ویلي چې د دې ډول خبرونو خپرېدو "حیران" او "ناخوښي" کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په خپل اوونیزه خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو بې بنسټه راپورونه جدي نیولي دي.

بقايي وویل: "د سرپرست حکومت افغان چارواکو په دې اړه یو بیان خپور کړ، فکر کوم موږ ډېر حیران او ناخوښي شو، ځکه یو څه چې نه و موجود په اړه یې خبر ورکړل شو."

د طالبانو حکومت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ چې د کلګان-سراوان په پوله کې د پېښې په اړه د دوی د پلاوي د څېړنو موندنې ښيي چې په "ډزو او چاودنو" کې یو شمېر افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې تراوسه دوه جسدونه او یو شمېر ټپیان دي، دغه شان ۳۴ عیني شاهدانو چې په دې کې هم یو شمېر ټپیان دي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.

له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

هغه دا هم لیکلي چې د يو شمېر قربانيانو او ټپيانو جسدونه اوس هم په ايران او پاکستان کې پراته دي او د طالبانو پلاوى يې افغانستان ته د لېږدولو لپاره کار کوي.

د طالبانو د وياند مرستيال زياته کړې چې د پلاوي څېړنې لا هم روانې دي.

د "حال‌وش" په نوم د بشري حقونو خپرونه چې د سیستان او بلوچستان اړوند خبرونه خپروي دې راپور ته، چې ادعا یې وکړه د تلې په ۲۲مه نېټه ایراني پوله ساتو ځواکونو د افغانانو په یوې لويې ډلې ډزې کړي چې په ترڅ کې یې ګڼ افغانان ووژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي، پراخ غبرګونونه وښودل شول.

د طالبانو حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی وټاکه چې دغه پلاوي له دوه اونیو څېړنو وروسته دا پېښه تایید کړه.

عادل، چې وايي ملګری یې سراج‌الدین نوري په دې پېښه کې وژل شوی، له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ادارو غواړي چې دې قضیې ته رسېدنه وشي او عدالت تامین کړي.

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ملګری یې د کاپیسا اصلي اوسېدونکی و او د کار د نشتوالي له امله یې ایران ته د تګ نیت درلود چې د ده په خبره، په کلګان کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له‌خوا په ډزو کې ووژل شو.

هغه وايي: "زموږ یو ملګری هم په همدې قاچاقي لاره ووژل شو. موږ له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کوو چې دې پېښې ته رسېدنه وکړي."

ایراني سرحدي ځواکونه
ایراني سرحدي ځواکونه

عیسی نیازی، چې یو خپل یې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی، هم ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل: "ایراني ځواکونو چې په پوله‌ ډزې کړې وې، زما د یو ملګري پښه ماته شوې وه، ځکه چې نوموړي ځان له یوه غره غورځولی و، ملګري ملتونه او د بشري حقونو ادارې باید دې قضیې ته رسېدنه وکړي او دا موضوع وڅېړي."

تر دې وړاندې هم یو شمېر عيني شاهدانو رسنیو ته ویلي وو چې دوی ۳۰۰ کسان وو او په ۵۰ کسیزو ډلو وېشل شوي وو چې د ایراني ځواکونو له کمین سره مخ او ډزې پرې وشوې.

د يادونې وړ ده چې د تلفاتو په اړه تراوسه د افغان کډوالو له‌خوا بېلابېلې څرګندونې شوي چې ازادي راډیو یې نه‌شي تایدولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG