د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

پر ښځو د طالبانو د بنديزونو له امله مرستندويه ادارې له کومو ستونزو سره مخامخ شوي؟


ارشیف: د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د یو شمېر اړمنو مېرمنو د ثبت او راجستر پر مهال
ارشیف: د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د یو شمېر اړمنو مېرمنو د ثبت او راجستر پر مهال

ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې هغه عملیاتي ننګونې توضیح کړي چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له کبله افغان او نړیوالې مرستندویه ادارې ورسره مخامخ شوي دي.

دا راپور په بشري اقداماتو کې د جنسیت کاري ډلې (GiHA) او بشري مرستو ته د لاس‌رسي کاري ډلې (HAWG) خپور کړی دی.

"دا مېرمنې دي چې بې‌وزلو ښځو ته کومکونه په سم ډول رسولی شي، پر ښځو بندیزونه ټولنې او هېواد ته غټ خطر دی
عادله بهرام نظامي

دا سروې، د ۲۰۲۲ په دسمبر کې په ناحکومتي مؤسسو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز چې وروسته یې د ۲۰۲۳ په اپریل کې دغه بندیز ملګروملتونو ته هم وغځاوه او همداراز د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له‌‌مخې نور محدودیتونه هم وضع شول، د ښځو خلاف د محدودیتونو له امله رامنځته شوې ستونزې رانغاړي.

په‌‌دې سروې کې د ملي نادولتي مؤسسو، نړیوالو نادولتي مؤسسو، د مدني ټولنو او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون ۱۴۲ ځواب ویونکې ادارې شاملې دي، چې د بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاو په برخه کې مرستې رسوي.

د ښځو او ټولنیزو چارو فعاله عادله بهرام نظامي په نړیوالو اوکورنیو مرستندویو مؤسسو کې د ښځو حضور ډېر مهم بولي او وايي چې، د ښځو د محدودیتونو زیاتېدا به پر ټولنه ډېرې ناوړه اغېزې ولري.

نوموړې وايي: "دا مېرمنې دي چې بې‌وزلو ښځو ته کومکونه په سم ډول رسولی شي، پر ښځو بندیزونه ټولنې او هېواد ته غټ خطر دی، په تېره بیا د مېرمنو ژوند ته لوی ریسک دی، دوی هغو ښځو ته چې کونډې دي، د معيشت لارې یې بندې شوي او د نفقې کسان نه‌لري، مرستې رسوي. له بلې خوا ډېرو داسي ښځو په موسسو کې کار کاوه چې نارینه یې نه لرل او یوازې دوی د خپلو کورونیو نفقه برابروونکې وې."

ارشيف
ارشيف

د راپور له‌مخې، د طالبانو نوي قانون چې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم یادیږي، د هغو افغان ښځو لپاره ننګونې زیاتې کړې دي چې په بشري چارو کې کار کوي.

راپور وايي چې، ښځې اوس باید کار ته د تګ لپاره له محرم سره سفر وکړي او دې محدودیت پر ۲۳سلنه موسسو اغېز کړی دی او په ځینو ولایتونو کې ۲۲سلنه ښځې په بشپړه توګه له دفترونو یا ساحوي ځایونو څخه منع شوې دي.

د دې سروې له‌مخې، ۳۴ سلنه ځواب ویونکو هم د اندېښنې او امنیتي ستونزو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.

راپور وايي چې، د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونو د اړیکو او همکارۍ په برخه کې خنډونه جوړ کړي او ۶۲سلنه مؤسسې د دې لپاره چې ښځې د کار ځای ته تللی نه‌‌شي او له لیري کار کوي، په ارتباطاتو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې، ښځو ته د کار تر ټولو ډېر جوازونه د روغتیا په سکتور کې ورکړل شوي.

په راپور کې دغه‌شان راغلي چې، پر ښځو د طالبانو محدودیتونه په ټولو ولایتونو کې یو شان نه‌دي، خو تر ټولو ډېر بندیزونه په کندهار، ننګرهار، کابل او هرات کې او په ځانګړي ډول د دغو ولایتونو په کلیوالي سیمو کې عملي کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG