د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

طالبانو څه دپاسه ۶۲زره سوالګر راټول کړي؛ د سوالګرو د ډېرېدو لامل څه دی؟


ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د کابل په ګډون د افغانستان په لسو ولایتونو کې د څه دپاسه ۶۲زره سوالګرو د راټولو خبر ورکړی، یو شمېر کابل ښاریان وايي، نه یوازې په دې ښار کې سوالګر کم شوي نه دي، بلکې لا زیات شوي هم دي.

دوی وايي، د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله د سوالګرو په شمېر ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

د محب‌الله په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل: "ورځ په ورځ سوالګر ډېرېږي او لامل یې هم بې‌کاري ده، خلک کورنۍ لري اولادونه لري. چې کار نه وي خلک څه وکړي، اړ دي چې سوال وکړي."

ارشیف: په افغانستان کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په افغانستان کې یوه سوالګره مېرمن

د دې ښار یو بل اوسېدونکی محمد افضل بیا غوښتنه کوي چې د سوالګرو د راټولو پر ځای دې حکومت دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه وايي: "زما غوښتنه دا ده چې حکومت دې خلکو په ځانګړي ډول سوالګرو ته د کار زمینه برابره کړي، که سوالګرو ته د کار زمینه برابره شي هغه چې یې د مجبوریت له مخې دا کار کوي بیا اړتیا نه لري سرکونو ته راووځي او سوال وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه د اکټوبر ۲۰مه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یو بیان کې ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې په کابل او نهو نورو ولایتونو ننګرهار، خوست، پکتیا، لغمان، پروان، هرات، فاریاب، سمنګان او نیمرروز کې یې ۶۲زره ۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي.

په بیان کې پلازمېنه کابل هغه ولایت یاد شوی چې تر نورو ډېر۵۸زره ۸۴۱ ورنه راټول شوي دي.

په بیان کې راغلي چې له دې ډلې څه دپاسه ۲۷زره یې مستحق او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشه‌يي توکو روږدي دي.

خو په بیان کې دا نه دي راغلي چې له راټولو شویو سوالګرو سره ورسره څه شوي، مرسته ورسره کېږي، خو مخکې بیا د طالبانو حکومت پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي وو چې مستحق سوالګر د یو سیستم له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي او بیا ورسره میاشتنۍ مرستې ترسره کېږي.

د افغانستان لوېدیځ نیمروز کې سوالګرې مېرمنې. دوی د بې وزلۍ له کبله سوال کولو ته اړې شوې دي.
د افغانستان لوېدیځ نیمروز کې سوالګرې مېرمنې. دوی د بې وزلۍ له کبله سوال کولو ته اړې شوې دي.

خو یو شمېر سوالګرو بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړې و چې دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوه محمد بشیر دودیال وايي، په دومره شمېر سوالګرو موجودیت په افغانستان کې په پراخه کچه د فقر او بې‌وزلۍ د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "بې‌وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده، بې‌کاري شته، خلک اړ دي چې د بې کارۍ له امله یا په مرګونو لارو له هېواده ووځي او یا هم سوال کولو ته مخه کړي، په دې برخه کې که ووایو زرګونه نو مبالغه به نه وي، خو د کابل په سرکونو چې ګرځې هر پنځه قدمه وروسته یو سوالګر مختې ته درځي."

نوموړی وايي، واکمن نظام دې د سوالګرو د مخنیوي لپاره بېلابېلې برنامې طرحه او پلي کړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره او په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو نه د زرګونه سوالګرو د راټولېدو خبر ورکوي چې د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې فقر او بې‌وزلۍ اوج ته رسېدلې ده.

د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په وروستي راپور کې چې د روانې اکټوبر په ۱۳مه خپور شوي راغلي چې افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG