د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

طالبان: دولتي ځنځيري مغازې بېرته فعالوو؛ خلک: عملي فعاليت ته‌ يې هيله‌من نه‌‌يو


د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ميليونونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي
د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ميليونونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي

د طالبانو حکومت د ارزاقو اماراتي شرکت مسولینو ویلي چې، ډېر ژر به په کابل کې دولتي (ځنځیري مغازې) بیا فعالې کړي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او د خلکو د بې‌وزلۍ مخ پر زیاتېدونکې کچې ته تر نړیوالو اندېښنو وروسته، د طالبانو حکومت د ارزاقو (اماراتي) شرکت مسولینو ویلي چې، ډېر ژر به په کابل کې دولتي (ځنځیري مغازې) بیا فعالې کړي.

"دوی (طالبان) په رسنیو کې دا وايي چې د مغازو په جوړلو سره به له خلکو سره مرسته وکړي او بیې به راټیټې شي، تېر ته په کتو دوی یوازې په‌دې اړه خبري کوي
د کابل يو اوسېدونکی

د دغه شرکت مشرعبدالرزاق رفیع پرون شنبه د نومبر ۲مه په‌دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي چې، د دغه مغازو په بیا فعالولو سره به تر یو بریده د خوراکي توکو بیې کنټرول شي.

نوموړي ويلي: "موږ پلان لرو چې بېرته هغه اړونده ځنځیري مغازې فعاله کړو او خلکو ته ترې خدمتونه وړاندې کړو، څو دوی هوسا شي او په ورته وخت کې په بازار کې د قېمت توازن هم وساتل شي."

نوموړي په‌دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړي او د یاد شرکت مرستیال محمد امین صاحب‌زاده هم په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د پخوانیو دولتي مغازو بیا فعالېدو هرکلی کوي، خو وايي تېرو ژمنو ته په کتو ګومان نه‌‌کوي، چې عملي بڼه به خپله کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي محمد شبیر په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) په رسنیو کې دا وايي چې د مغازو په جوړلو سره به له خلکو سره مرسته وکړي او بیې به راټیټې شي، تېر ته په کتو دوی یوازې په‌دې اړه خبري کوي او هغه ډول اقدامات چې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي نه‌یې کوي او خلک تېر باسي."

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي ډېره شوې ده.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي ډېره شوې ده.

د ارزاقو دولتي شرکت مخینه څو لسیزو وړاندې ته ورګرځي چې د وخت حکومت به د خلکو د اړتیا وړ خوراکي اوغیر خوراکي توکي له داخلي او خارجي منابعو تدارکول او د دولتي ادارو کارکوونکو او عامو خلکو ته یې په کمه بیه او یا هم مفت وېشل.

"د ارزاقو مؤسسه مخکې یوه عام‌المنفعه مؤسسه وه چې د موادو د برابرولو په برخه کې چې دولتي مامورینو ته یې وړیا ورکول او نورو خلکو ته یې په کمو بیو وېشل فعالیت کاوه
اذرخش حافظي

دولتي مامورینو ته بېلابېل توکي د کوپون له لارې وېشل کېدل او د یادونې ده چې د سیلوګانو فعالیت هم یې هم د کارونو یوه برخه وه.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي صفي‌الله ازادي راډیو ته وویل: "اوس خلک له بې‌روزګارۍ، د توکو د بیو د لوړوالي په ګډون له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي، غوښتنه مې دا ده چې طالبان د ټولو خلکو لپاره اسانتیاوې په پام کې ونیسي."

د اقتصادي چارو یوشمېر پوهان له ډلې یې اذرخش حافظي وايي، په کابل ښار کې د پخوانیو دولتي مغازو فعالول اغېزمن دي، خو دا چې دغه اقدام به څنګه او له کومو امکاناتو کېږي په اړه یې دا او ګڼې نورې پوښتنې موجودې دي.

نوموړی وايي: "د ارزاقو مؤسسه مخکې یوه عام‌المنفعه مؤسسه وه چې د موادو د برابرولو په برخه کې چې دولتي مامورینو ته یې وړیا ورکول او نورو خلکو ته یې په کمو بیو وېشل فعالیت کاوه، دغه شرکت سوداګري نه کوله او ډېره پانګه یې لرله، خو اوس نه‌پوهېږم چې دا شرکت په څه ډول غواړي د نرخونو د تعدیل په برخه کې رقابتي بڼه ولري ځکه د احصایو له‌مخې د افغانستان د سوداګرۍ کچه په کال کې لس میلیارده ډالره ده."

کابل سيلو
کابل سيلو

له بې‌وزله خلکو سره د مرستې او د بیو د کنټرول په هدف د طالبانو د حکومت دا څرګندونې داسې مهال دي چې، د کابل او بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په وار-وار د بې‌روزګارې او د توکو د بیو له لوړوالي شکایت کړی او په‌دې برخه کې یې د لاس‌نیوي غوښتنې کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) ویلي، په افغانستان کې په میلیونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د اکتوبر په ۲۷مه په خپل راپور کې د بشري مرستو لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې جویس موسویا په حواله لیکلي، دوامداره نړیوال ملاتړ حیاتي رول لري، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې په‌دې بحران ځپلي هېواد کې ترټولو زیان منوونکو خلکو ته ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG