د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

اوچا: د طالبانو د لاسوهنې له امله په افغانستان کې د بشري مرستو ۸۳ پروژې ځنډول شوي


ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو د وېش له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو د وېش له بهیره یو انځور

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو د حکومت د لاسوهنې له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په موقت ډول ځنډول شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۸۳ پروژې ځنډول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون سې شنبه په یو راپور کې ویلي چې د روان کال د سپټمبر په میاشت کې یې د طالبانو د حکومت د مستقیمو لاسوهنو له امله خپلې ۸۳ پروژې ځنډولي دي.

په راپور کې راغلي چې دغه پروژې یې د طالبانو د حکومت د ۹۸ سلنې لاسوهنو له امله ځنډولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله یې په چارو کې دغه لاسوهنې ۶۶ سلنه زیاتې شوي دي.

دا اداره وایي، په دې موده کې یې په ټول افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري مرستو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي، د دوی د نیولو، د مرستو د ضبطولو، په لارو کې د بشري مرستو او توکو د استولو پر وړاندې د خنډ جوړولو، د دوی کارکوونکو د محرمو معلوماتو د غوښتولو، د ښځینه کارکوونکو کار محدودولو، د اسنادو په لاسلیک کې ځنډ، د ناقانونه مالیاتو غوښتنې او آن د کارکوونکو په ګمارلو کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې پېښې ثبت کړي دي.

اوچا وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کارکوونکي د بشري مرستو په وېش کې هم لاسوهنې کوي.
اوچا وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کارکوونکي د بشري مرستو په وېش کې هم لاسوهنې کوي.

د راپور په ټکو، دغې ادارې د بشري پروګرامونو تطبیق کې د طالبانو د حکومت د مستقیمې لاسوهنې ۷۳ ، د کارکوونکو په ګمارنه کې د لاسوهنې ۳۵ پېښې، د کارکوونکو د حساسو معلوماتو د ترلاسه کولو ۱۹ غوښتنې، د تدارکاتو په بهیر کې د نفوذ ۵ موارد، د ښځینه کارکوونکو د ونډې د محدودولو ۵ پېښې او د دوی د جامو په څرنګوالي کې د مداخلې ۳ پېښې ثبت کړي دی.

دا اداره وایي، په دې مودې کې یوازې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف محتسبینو د دوی په چارو کې ۴۸ ځله لاسوهنه کړې ده.

اوچا وویل، په دې موده کې یې د بشري مرستو رسولو ۹ کارکوونکي نیول شوي او ۳ تاسیسات یې به زوره تړل شوي دي.

دا ټول هغه موارد دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو یو شمېر کارکوونکو او د بشري مرستو رسوونکو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړل.

په ختیځه حوزه کې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" یو کاروونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دلته ډبلیوایف‌پي کې چې کله (د مرستو) کارتونه راشي مثلاً زر کارتونه وي، په زرو کارتونه کې ۲۴۰ یې یوازې امر بالمعروف کسان او محتسبین اخلي، یو شمېر یې ولسوالان او قوماندانان او پوځي کسان اخلي، په دې کې شاوخوا ۶۰۰ کارتونه پاتې شي، تاسو فکر وکړئ په یوه ولسوالۍ کې چې درې لکه نفوس ولري په دې ۶۰۰ کارتونو به دوی څه وکړي؟"

ارشیف: په کابل کې پر بې‌وزله مېرمنو او ماشومانو وچه ډوډۍ وېشل کېږي.
ارشیف: په کابل کې پر بې‌وزله مېرمنو او ماشومانو وچه ډوډۍ وېشل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، دغو پېښو دافغانستان سوېلي، ختیځې او لوېدیځې سیمې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کړې دي.

اوچا زیاتوي چې دا ډول پېښې په دوامداره توګه د دوی چارې ګډوډوي او د بشري کارکوونکو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې طالب چارواکو دغه ډول راپورونه رد کړی او ویلي یې دي چې بهرنۍ مرستندویه ادارې په خپلو چارو کې خپلواکه دي او دوی یوازې له بې وزله افغانانو سره د مرستو د رسولو په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

خو یو شمېر اړمنې افغانۍ کورنۍ د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د افغانستان اقتصادي حالاتو د بې‌وزلۍ لوړې کچې ته په کتو د نړیوالو مرستندویه ادارو په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت‌الله ازادي راډیو ته وویل: "له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دغو موسسو ته چې موږ سره هر کله مرستې کوي، دوی ته دې اجازه ورکړي دا غریب خلک په نښه، مرستې او خیر ور ورسوي."

زړور خان وویل: غوښتنه مې دا ده چې د طالبانو حکومت دغو بنسټونو باندې محدودیتونه ختم کړي چې بې‌وزلو خلکو ته مرستې ورسېږي.

د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکي او شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست زړور خان چې د سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي هم ازادي راډیو ته وویل: "ستونزې مو ډېرې دي، زموږ افغانانو تکیه خو تقریباً ۸۰ سلنه د همدې بهرنیو ادارو او موسسو په مرستو ده، غوښتنه مې دا ده چې د طالبانو حکومت دغو بنسټونو باندې محدودیتونه ختم کړي چې بې‌وزلو خلکو ته مرستې ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې فقر او بې‌وزلۍ اوج ته رسېدلې ده.

د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په وروستي راپور کې چې د روانې اکټوبر په ۱۳مه خپور شوی، راغلي چې افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG