د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

جوزجان کې د شپږو زېږېدلو ماشومان پلار: اقتصاد مې خراب او د ماشومانو د ساتنې توان نه‌لرم


له ارشيفه د يو ولادي روغتون انځور
له ارشيفه د يو ولادي روغتون انځور

په جوزجان کې تېره ورځ د شپږو غبرګونو ماشومانو له زېږون وروسته یو یې تېره شپه مړ شوی دی.

۴۴ کلن امین‌الله د فاریاب ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی، چې پرون دوشنبه د اکتوبر په ۲۸مه د شپږو غبرګونو ماشومانو، چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان دي، پلار شو.

"اوس‌مهال زما پنځه ماشومان ژوندي دي، د ټولو روغتیايي وضعیت ښه دی، خو یو ماشوم چې نارینه و، مړ شو
امين‌الله، د شپږو زېږېدلو ماشومانو پلار

نوموړي نن سه‌شنبه ازادي راډيو ته وویل، د تازه پیدا شویو شپږو ماشومانو له ډلې یې یو نارینه ماشوم تېره شپه مړ شو.

نوموړي وویل، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او اوس یې چې د ماشومان شمېر نهو ته ورسېد، د ساتنې او روزنې لپاره یې مرستې ته اړتیا لري.

هغه وايي: "اوس‌مهال زما پنځه ماشومان ژوندي دي، د ټولو روغتیايي وضعیت ښه دی، خو یو ماشوم چې نارینه و، مړ شو، زه ورځنۍ دیاړي کوم، هر ځای چې ځم په ورځني ډول له ۲۵۰ تر ۳۵۰ افغانۍ کار کوم، زه مرستې ته اړتیا لرم، د استوګنې یوه خونه لرو نور هیڅ نه‌لرو."

په جوزجان ولایت کې د یوې خیریه ټولنې استازی عزیزالله قریشي وايي، د ماشومانو پلار امین‌الله ورته ویلي چې، د خپلو کوچنیانو د روزنې لپاره اقتصادي وس نه‌لري.

نوموړی وايي: "زما د ملګرو له ډلې یو راته احوال راکړ، چې دلته شپږ ماشومان له یوې مور پیدا شوي او مرستې ته اړتیا لري، کله چې زه لاړم د ماشومانو پلار راته وویل چې هیڅ ډول امکانات نه‌لرم، له شپږو ماشومانو یو مړ شو او پنځه نور ژوندي دي."

په جوزجان ولایت کې د یوې خیریه ټولنې استازی عزیزالله قریشي وايي، د ماشومانو پلار امین‌الله ورته ویلي چې، د خپلو کوچنیانو د روزنې لپاره اقتصادي وس نه‌لري.
په جوزجان ولایت کې د یوې خیریه ټولنې استازی عزیزالله قریشي وايي، د ماشومانو پلار امین‌الله ورته ویلي چې، د خپلو کوچنیانو د روزنې لپاره اقتصادي وس نه‌لري.

پرون دوشنبه د جوزجان په یوه خصوصي روغتون کې شپږ غبرګوني ماشومان پیدا شول.

"دغې مېرمنې په خپل نس کې شپږ ماشومان درلودل، له نېکه‌مرغه د ولادت پر مهال په شکران معالجوي روغتون کې ټول ژوندي پیدا شول
ډاکټر عفيفه عنايت

د دې روغتون د نسايي او ولادې برخې متخصصې ډاکترې عفیفې عنایت ازادي راډيو ته وویل، دغه ماشومان له جراحي عملیات پرته په نورمال ډول نړۍ ته راغلل.

نوموړې وویل، اوس‌مهال د دغو ماشومانو د مور روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او ماشومان د ښې څارنې لپاره د افغان ترک روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړې وايي: "دغې مېرمنې په خپل نس کې شپږ ماشومان درلودل، له نېکه‌مرغه د ولادت پر مهال په شکران معالجوي روغتون کې ټول ژوندي پیدا شول او نورمال ولادت وشو، اوس‌مهال یې د مور وضعیت ښه دی زموږ تر څارنې لاندې ده او ماشومان افغان ترک روغتون ته چې د نویو زېږېدلو ماشومانو په برخه کې خدمت کوي انتقال شوي دي."

د شپږو غبرګونو ماشومانو کورنۍ په‌‌‌داسې حال کې د خپلو اقتصادي ستونزو څخه شکايت کوي چې، په‌دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، د زرګونه ماشومانو د ژغورلو لپاره مرستې ډېرې اړینې دي.

دې ټولنې د روان لمریز کال د میزان په ۲۶مه په یو راپور کې وویل، اټکل شوی په ۲۰۲۴ کال کې به د دوه میلیونه په شاوخوا کې له پنځه کلونو کم‌‌عمره ماشومان له حادې خوراځواکۍ وکړیږي.

دغه‌شان د ملګرو‌ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د میزان په دوهمه اعلان کړی و، له ۳۴۳زره ډېر ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته وو د درملنې په موخه بستر شوي دي.

يادې ادارې ویلي، د خوراځواکۍ د مخنیوي لپاره د قوی خوړو، خوړل اړین دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG