د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

کابل کې د ښوونکي ورځې د نمانځلو مخنیوی؛ یو شمېر زده‌کوونکي او ښوونکي د طالبانو دې اقدام ناهیلي کړي


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي ټولګی

په کابل کې د یو شمېر دولتي او خصوصي ښوونځيو زده‌کوونکي او ښوونکي وايي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دوی د ښوونکي ورځې له نمانځلو منع کړي دي.

د طالبانو حکومت په ښوونځیو کې زده‌کونکي او ښوونکي د ښوونکي د ورځې له نمانځلو منع کړي دي.

په کابل او يو شمېر ولاياتو کې د ځينو ښوونکو او زده‌کوونکو په خبره د طالبانو حکومت د ښونځيو مسوولانو ته ویلي چې د ښوونکي د ورځې په توګه له هر ډول فعاليت ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ښوونکي ورځ د تلې یا میزان میاشتې په ۱۳مه نمانځل کېږي، خو دا چې سږ دا ورځ د جمعې له رخصتي سره برابره وه، زده‌کوونکو غوښتل چې د تلې په ۱۲مه د پنجشنبې په ورځ یې ونمانځي.

په پروان کې د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکی چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي چې په دغې ورځ د طالبانو حکومت د ښوونځيو مخې ته څارونکي درولي وو.

هغه وویل: "د پنجشنبې په ورځ زمونږ ښوونځي ته يو مکتوب راغى چې په‌کې راغلي وو، هېڅ زده‌کوونکى حق نه لري چې په ښوونځي کې دا ورځ تجليل کړي او يادونه يې وکړه او هېڅ زده‌کوونکي اجازه نه لري چې ډالۍ واخلي، ښوونکي ته که ډالۍ را هم وړي استاد يې بايد بېرته زده‌کوونکي ته ورکړي، دغه شان د ښوونځي مخې ته څارونکي ودروي چې کېک يا بل څه که له زده‌کوونکو سره وي بېرته ترې واخيستل شي او که څوک سرغړونه کوي نو قانوني چلند به ورسره کېږي."

هغه مکتوب چې یو کاپي یې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې او د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د سرپرست خالد حنفي په لاسلیک دی دا موارد په‌کې نه‌دي یاد شوي خو، په‌کې راغلي د ښوونکي د ورځې په شمول د هغو ورځو نمانځل چې د اسلام په دین کې کې د هغې ثبوت نه وي راغلی او د غیرمسلمو ایجاد وي، د داشان ورځو نمانځل د یاد وزارت له‌خوا منع شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي

د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې د دې مکتوب کره‌والی تایید کړ.

خو یو شمېر ښوونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو په يو شمېر مدرسو کې دغه ورځ نمانځل شوې وه.

له دې ډلې ښوونکي رخ ګل ارمل ازادي راډيو ته وويل: "متاسفانه د دغې ورځې نمانځل دوى منع کړل، خو تر هغه ځايه چې مونږ معلومات لرو، په ځينو مدرسو کې د معلم ورځ لپاره پيسې ټولې شوې، د هر شاګرد باندې ۵٠٠ افغانۍ ټولې شوي او مولوي صاحبانو دغه ورځ تجليل کړې، خو ښوونځيو کې نه ده شوې."

خو نوموړی د کومې مدسې نوم نه اخلي او نه بل کوم سند وړاندې کوي.

يو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وايي، د طالبانو حکومت دې اقدام ډېر ناهیلي کړي دي.

یو ښوونکی وايي: زمونږ له ښوونځي څو کيلومتره وړاندې هم شته، له وېرې مو ټول لس بجې رخصت کړل په دې چې خبر نه‌شي، زده‌کوونکي ډېر خفه شول ټول ښوونکي هم خفه شول.

یو ښوونکی وايي: "مونږ ډېر زده‌کوونکو ته وويل چې بېخي دا ورځ مه يادوئ داسې فکر وکړٸ چې هېڅ نه‌شته، خو بيا هم زده‌کوونکو له ډېرې مهربانۍ غوښتل دا ورځ ونمانځي، خو ډارېدو، ځکه د کابل په هره سيمه کې د دوى (طالبانو) پوستې دي، زمونږ له ښوونځي څو کيلومتره وړاندې هم شته، له وېرې مو ټول لس بجې رخصت کړل په دې چې خبر نه‌شي، زده‌کوونکي ډېر خفه شول ټول ښوونکي هم خفه شول."

نوموړې وايي، د اسلام دين لومړى ښوونکي حضرت محمد "ص" دى نو بايد ښوونکو ته د قدر په سترګه وکتل شي.

د ښوونځي يوې زده‌کوونکې پروانې هم ازادي راډیو ته وویل: "په کوم شوق او علاقه مو چې تېرو کلونو کې تجليلوله او له خپلو ښوونکو مو قدرداني کوله، سږکال مو هم غوښتل چې د معلم ورځ تجليل کړو، خو طالبانو د يوې اطلاعيې په صادرولو موږ له دې ورځې منع کړو."

د ښوونکو نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر په ۵مه د یونسکو نړیوال سازمان له لوري د ښوونکو د معاش او معیشتي ژوند د ښه والي، د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او پراختیا په موخه په داسې حال کې نمانځل کېږي او د ښوونکو او زده‌کړې پورې اړوند مسايلو د څېړلو لپاره فرصت رامنځته کوي.

په افغانستان کې دا ورځ له اوږدو کلونو راهیسې د جوزا په درېیمه نېټه نمانځل کېده، خو د تېر جمهوري نظام په ورستیو کلونو کې یې نماځل د میزان ۱۳مې نېټې ولېږدېدل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG