د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

په نورستان کې لا هم یو شمېر ښځو ته درانه کارونه ور په غاړه دي


ارشیف: په نورستان کې دغه مېرمنې د غلو دانو د پاکولو پر مهال
ارشیف: په نورستان کې دغه مېرمنې د غلو دانو د پاکولو پر مهال

په نورستان کې لا هم ښځو ته د پټیو، کرکېلې، ژرندې، له غرونو د خسو او څارویو ته د ګیاه راوړلو شاقه کارونه ور په غاړه دي.

۲۵ کلنې شازيه د خپل ورځني شاقه یا درنو کارونو په اړه کیسه کوي.

هغه وايي: " اول پټي اړو، تخم شیندو، بیا للون کوو، له للون وروسته پټي اوبه کوو، بیا له کښت څخه اضافې واښه باسو، کله چې کښت ورسېږي، هغه رېبو او ترلاسه کړې غله دانه په ژرندو کې اوړه کوو."

یو شمېر نورستانۍ ښځې او نجونې وايي، ټول عمر يي د پټيو په کرکېله، د کښتونو په خړوبولو، د هغې په رېبلو، په ژرندو او له غرونو د خسو او ګیاه په راوړلو تېر شو او په وینا یې چې تل يې ملاګانې تړلې وي او له ارام بې برخې دي.

۱۵کلنه فاطمه وايي، په نهم ټولګې کې يي زده‌کړې کولې او هره ورځ به یې په سختو غرنیو لارو درې کیلومتره په پښو مزل کاوه.

نوموړې وویل، هیله يې درلوده چې له لېسې به فارغه شي، لوړې زده‌کړې به وکړي او له شاقه کارونو به خلاصه شي.

هغه وايي، فکر یې کاوه چې په سختو کارونو بوختو نورو ښځو سره به مرسته کوي، خو ټولې هڅې یې وروسته له هغه په اوبو لاهو شوې چې ښوونځی یې وتړل شو.

فاطمه زیاتوي: "ما غوښتل چې په راتلونکې کې راڅخه یو څه جوړ شي، یا ډاکتره شم، یا انجینره او یا ښوونکې چې خپل وطن ته خپله خدمت وکړو، زموږ خویندې او میندې چې کله ناروغه شي تر اسعداباد یا جلال‌اباد پورې چې رسېږي یا په لاره کې مړې شي او یا هم له بدو بدتره شي، که چېرته موږ په خپل ولایت کې تکړه ښځینه ډاکترانې درلودای نو دومره اوږدو مزلونو او ستونزو ګاللو ته اړتیا نه وه."

ارشیف: په نورستان کې یوه مېرمنه د جوارو رېبلو او پاکولو پر مهال
ارشیف: په نورستان کې یوه مېرمنه د جوارو رېبلو او پاکولو پر مهال

د نورستان اوسېدونکي وايي، نورستانیو مېرمنو ته د پټیو کرکېلې او نور شاقه کارونه له سلګونو کالو په میراث کې پاتې دي.

د یاد ولایت قومي مشر او د نورستان له تاریخ باخبره انجینر محمد عیسی وحدت ازادي راډیو ته وویل: "کله چې په تاریخي وختونو کې پر دې سیمه د شاوخوا قومونو بریدونه زیات شول، نو نورستاني سړي په درېیو برخو وویشل شول؛ یوې برخې يي جګړه کوله، بلې يې د لومړۍ کرښې جنګیالیو ته اکمالات کول او پاتې نورو ورته غشي، وسلې او خوراک چمتو کاوه او له هم هغه ورځو ښځو ته د کرکېلې، ژرندو او نور شاقه کارونه په میراث پاتې شول."

نورستانۍ نجونې وايي، غوښتل يې چې د تعلیم او تحصیل په برکت په میراث ورپاتې ملا ماتوونکو او سختو کارونو ځانونه وژغوري، خو د طالبانو له‌خوا د دوی په تعلیم او تحصیل لګول شویو بندیزونو بېرته شاقه کارونو ته اړ کړې.

پلوشه د طالبانو بیا واکمنېدو پر مهال په دولسم ټولګي کې وه، خو اوس په کور کې د طالبانو د امر ثانې او د ښونځیو بیا پیل کېدو په تمه ناسته ده.

دا وايي، ښوونځي پورې يې ډېرې هېلې تړلې وې او په ډېرې خوښۍ به يې درسونه ویل.

پلوشه وايي: ما غوښتل چې له دوولسم ټولګي فارغه شم او د کانکور له لارې طب ته بریالۍ شم، اوس ډېره خفه یم، اسلامې امارت راته ویل چې د امرثانې پورې صبر وکړئ، درې کاله پوره شول، خو د امرثاني درک نه لګېږي.

هغه زیاتوي: "چې درس مو وایه، زه ډېره خوشحاله وم، غوښتل مې چې ډاکتره شم او د نورستان خلکو ته خدمت وکړم. ښوونځي چې بند شوي زه ډېره خفه یم، ځکه چې زما هیله پوره نه شوه، ما غوښتل چې له دوولسم ټولګي فارغه شم او د کانکور له لارې طب ته بریالۍ شم، اوس ډېره خفه یم، اسلامې امارت راته ویل چې د امرثانې پورې صبر وکړئ، درې کاله پوره شول، خو د امرثاني درک نه لګېږي."

د پارون یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله یې نوم په راپور کې واخیستل شي یا یې غږ خپور شي، وايي، درې لوڼې لري چې ټولو تر اتم ټولګي په لوړو ټولګیو کې زده‌کړې کولې.

د ده په وینا، که طالبانو تر شپږم د لوړو ټولګیو پر ښځينه زده‌کوونکو بندیزونه نه وای لګولی اوس به یې دوو لوڼو په پوهنتون کې لوړې زده‌کړې کولی او د خپلو ارمانونو پوره کېدو ته به يې شېبې شمېرلې، خو دوی اړې دي چې په کورني کارونو او له کوره دباندې په شاقه کارونو کې برخه واخلي.

څه کم درې کاله پوره کېږې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي او همداراز يي له شپږم د لوړو ټولګیو پر ښځینه زده‌کوونکو ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګولی دی.

که څه هم چې له تعلیم او تحصیل محرومو نجونو، ټولو افغانانو او نړیوالو په وار وار له طالب مشرانو غوښتې چې نجونو ته دې د زده‌کړو او تحصیل اجازه ورکړي، خو طالبانو تراوسه لا هم نجونو ته د زده کړو حق نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG