د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د کاناډا د بهرنيو چارو وزيره: نړيواله ټولنه بايد له طالبانو سره حساب کتاب وکړي


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وایي، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د هغه څه په خاطر، چې دې پر ښځو او نجونو د هغوی سیسټماټیک ظلم وباله حساب کتاب وکړي.

میلاني جولي دغه غوښتنه د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړه.

نوموړې وويل: "طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د غیر انساني قوانینو پلي کولو ته دوام ورکوي، هغوی له عام محضر څخه راګرځوي تر څو ښکاره نه‌شي، ځوانې نجونې د تعلیم له اساسي حق څخه محروموي، انساني کرامت ته دا څرنګه درناوی دی؟ دا څنګه د خپلو خلکو غوره ګټې خوندي کوي؟ له دوی (طالبانو) سره باید حساب کتاب وشي."

"طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د غیر انساني قوانینو پلي کولو ته دوام ورکوي
ميلاني جولي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې همدارنګه وویل، هېواد یې تېره اوونۍ له جرمني، اسټرالیا او هالنډ سره په ګډه یو اقدام وکړ چې، له‌مخې یې افغانستان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محاکمې ته وړاندې کوي ترڅو د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له‌منځه وړلو د نړیوال کنوانسیون له‌مخې چې دا هېواد يې هم غړی دی، مسول وبلل شي.

تر اوسه د نړۍ ۲۲ هېوادونو د دغه اقدام ملاتړ کړی.

مېرمن جولي زیاته کړه، موږ په ټوله نړۍ کې وینو چې ډلو یا هېوادونو داسې انګېرلې چې ګواکې نړیوال قانون پر دوی نه پلی کېږي.

نوموړې طالبانو ته په اشاره وویل، دوی نه‌شي کولای چې د ساده فرمانونو په صادرولو سره نړیوال قانون تر پښو لاندې کړي.

تر دې مخکې د نړیوالو زده‌‌کړو لپاره د ملګروملتونو استازي ګورډن براون ویلي و، چې ملګري ملتونه په‌دې لټه کې دي چې پر افغان نجونو بندیزونه "د جنسیتي اپارټاید" په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي براون دغه څرګندونې د یک‌شنبې په ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګروملتونو پر یوټیوب چېنل خپور شوی، کړې وې.

هغه وویل، د ملګروملتونو یوه حقوقي کمېټه به احتمالاً په روانه اکټوبر میاشت کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روان وضعیت او د جنستي اپارټايد د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي براون د افغان نجونو پر زده‌‌کړو بندیزونه "په نړۍ کې تر ټولو ناوړه سرغړونې" وبللې او ویې ویل چې دا هم د جنسیتي اپارټايد بله بڼه ده.

له طالبانو سره د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په خاطر د حساب کتاب کولو غوښتنه په افغانستان کې د ننه او بهر د ښځو د حقونو مدافعانو او د بشري حقونو ډلو هم بدرګه کړې.

په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې نجونې بیا ژر تر ژره د دوی پر زده‌کړو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

يوشمېر معترضې مېرمنې
يوشمېر معترضې مېرمنې

پښتنه او شبانه دوه نجونې چې د یوې په یوولسم ټولګي او د بلې پوهنتوني زده‌کړې نیمګړې پاتې دي، د دوی په مخه د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د بېرته پرانيستو غوښتنې کوي.

پښتنه وايي: "دا ډېره جدي خبره ده چې باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي، ځکه که داسې ونه‌شي زموږ ټول راتلونکی نسل به بېسواده پاتې شي."

دغه راز شبانه وايي: "که دا حال همداسې دوام کوي دا به یو به لوی بشري ناورین وي، طالبان د یوې ټولنې سم نیمایي نفوس له تعلیمه منع کوي او له ټولنې یې محوه کوي."

خو طالبانو ویلي چې ښځو ته د شریعت له مخې خپل حقونه ورکول کېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلې، پر ښځو او نجونو یې پراخ محدودیتونه لګولي، نجونې له شپږم ټولګې پورته زده‌کړو راګرځول شوې او هم یې پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

دغه راز ښځې هم په نادولتي او ډېرو دولتي موسسو کې له کار کولو راګرځول شوې او پر ښځو د سفر په ګډون د ټولنې په ډېرو نورو برخو کې پر فعال ګډون هم بندیزونه لګول شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG