د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې درېیم تلین؛ د قربانیانو کورنۍ څه وايي؟


د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې نېټه د کابل هوايي ډګر د ابې دروازې ته څېرمه د شوي برید له کبله ۱۷۰ کسان وژل شوي وو چې ۱۳ په کې امریکايي سرتېري وو.
د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې نېټه د کابل هوايي ډګر د ابې دروازې ته څېرمه د شوي برید له کبله ۱۷۰ کسان وژل شوي وو چې ۱۳ په کې امریکايي سرتېري وو.

د کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې درېیم تلین یو شمېر قربانیان ادعا کوي چې له حملې وروسته امریکايي ځواکونو په خلکو ډزې کړي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې نېټې برید د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ابې دروازې (Abbey Gate) ته څېرمه وشو، دا برید شاوخوا دوې اوونۍ وروسته له هغې ترسره شو چې طالبان کابل ته داخل شول په دې برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي ځواکونه ووژل شول.

مومن خان چې د کابل ښار یو اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته په مرکه کې ادعا وکړه چې اتلس کلن زوی یې، سېلاب ځاځی په همدې نېټه له برید وروسته د امریکایي ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

خو امریکايي ځواکونو له دې وړاندې ټینګار کړی چې ټوله مرګ‌ژوبله د انتحاري حملې له امله رامنځته شوې ده.

مومن خان وایي چې زوی یې ملکي وګړی او د ښوونځي زده کوونکی و او ادعا کوي چې تر اوسه د امریکا د حکومت په ګډون هېڅ یوې مرجع یې غږ نه دی اورېدلی.

له مومن خان سره د ازادي راډیو خبریالې، فېروزې عزیزي مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې زوی یې ولې هوايي ډګر ته تللی و؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
XS
SM
MD
LG