د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ یونېسف: یوازې سږ کال ۳۸زره افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې شوي


ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، سږ کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیل سره له شپږم ټولګي پورته ۳۸زره نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې شوي دي.

یونېسف وايي، درې کاله کېږي چې نجونې ثانوي ښوونځيو ته د تګ اجازه نه‌لري او نږدې ۱.۵ میلیونه نجونې له دې امله اغېزمنې شوي دي.

یونېسف د سپټمبر په ۱۸مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د درې کاله پوره کېدو په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، سږ کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوي ښوونيز کال په پیلېدو سره ۳۸زره نجونې نه‌شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دې بنسټ ټینګار وکړ چې زده‌کړې د هر ماشوم حق دی او نجونو او هلکانو ته اجازه ورکوي څو د ژوندي پاتې کېدو، پرمختګ، د ښو پرېکړو په نیولو او د ښې راتلونکې د خوندي کولو لپاره اړین ادراکي مهارتونه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم د سپټمبر په ۱۸مه د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز د درې کلنۍ په مناسبت په یوه بیان کې په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید د جنسیتي ځورونې او د بشریت ضد جرم په توګه وڅېړل شي.

یاد سازمان دغه شان په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې له ټولو ډولونو څخه کار واخلي څو د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی او ساتنه یې وکړي، د جنسیت پر بنسټ ځورونه پای ته ورسوي او ښوونځیو ته د نجونو د راستنېدو او په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري برخو کې د ښځو د معنا لرونکي ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

هممهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د سپټمبر په ۱۸مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو یې بندیز لګېدلی دی.

بینېټ "زده‌کړې نه‌شي تم کېدای" کمپاین کې په ګډون سره ویلي، ټولې نجونې او ښځې پرته له کومې بهانې د زده‌کړو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې هم وايي، غوښتل یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو اوس د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله ناهیلې دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې مریم چې تازه یې شپږم ټولګی پای ته رسولی، ازادي راډيو ته یې وویل: "سږ کال له شپږم ټولګي څخه فارغه شوم او اووم ټولګي ته کامیابه شوم، ما غوښتل خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم، خو طالبان په هېڅ صورت اجازه نه‌ راکوي."

په ننګرهار ولایت کې د یوه شخصي ښوونځي مدیر هدایت‌الله اماني ازادي راډيو سره په خبرو کې په شپږم ټولګي کې د ښځينه زده‌کوونکو د وروستې ورځې حال داسې بیانوي: "د شپږم ټولګي نجونو وروستۍ ازموینه وه، موږ غوښتل چې هغوی ونازوو او هغوی ته روحیه ورکړو چې هغوی دې نه خفه کېږي او موږ یې تل په خدمت کې یوو، خو هغوی د دې پر ځای چې خوښي څرګنده کړي چې یو ټولګی مخ‌ته تللي، خو هغوی ډېر خفه وې او ټولو ژړل."

خدیجه وايي: نور مې هم غوښتل چې زده‌کړې وکړم، ډېره مینه مې ورسره وه، خو ومې نه‌شو کولای، ما غوښتل چې په خپل کلي کې یا ډاکتره شم یا ښوونکې، ډېر شوق مې و.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې خدیجه چې دا هم د شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومه شوې، ازادي راډيو ته یې وویل: "نور د شيږم ټولګي نه خلاصه شوم، ټولې ملګرې مې خفه وې، ښوونکې مې هم خفه وه، نور مې هم غوښتل چې زده‌کړې وکړم، ډېره مینه مې ورسره وه، خو ومې نه‌شو کولای، ما غوښتل چې په خپل کلي کې یا ډاکتره شم یا ښوونکې، ډېر شوق مې و."

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه دپاسه درېیو کلونو کې افغان ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو منع کړي.

که څه هم د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو حکومت بندیزونو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي، خو بیا هم دوی په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG