د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

اکرم: "ټي‌ټي‌پي" د طالبانو حکومت په ملاتړ په چټکۍ سره نفوذ کوي او پراخېږي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وايي چې "ټي‌ټي‌پي" یا تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د اوسني حکومت په ملاتړ په چټکۍ سره نفوذ کوي او پراخېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د "ټي‌ټي‌پي" جنګیالیو موجودیت رد کړی، خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي بیا د طالبانو حکومت له تحریک طالبان پاکستان څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم

پاکستانۍ دنیا نیوز رسنۍ نن یکشنبه د سپټمبر۲۲مه د ځینو امریکايي رسنیو په حواله په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم له قوله ویلي چې "ټي‌ټي‌پي" د موقت حکومت "د طالبانو حکومت" په ملاتړ سره په چټکۍ د پراخېدو په حال ده.

هغه ویلي چې دغه ترهګر د طالبانو په ملاتړ په پرمختللو وسلو سمبال شوي او په زیاتېدونکي کچه له نورو ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

منیر اکرام وړاندې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان او القاعده ترمنځ زیاتېدونکی یووالی به "ټي‌ټي‌پي" د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګریزو فعالیتونو د مرکزي رول لوبونکي ډلې په توګه رامخې ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی چې په وروستیو کې له دندې لیرې شوی د سپټمبر په ۲۰مه د ازادي راډيو مشال څانګې سره په مرکه کې "ټي‌ټي‌پي" د دواړو هېوادونو ترمنځ جدي مسئله ګڼلې او ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید پر وړاندې اقدام وکړي او غړي یې اسلام اباد ته وسپاري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی

د نړیوالو چارو کارپوهان بیا دا څرکندونې د افغانستان د اوسنیو حاکمانو د کنټرول لپاره هسې پلمې بولي.

له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دغه هېواد سیاست رښتینی نه دی.

اتمر وویل: "ټي‌ټي‌پي پر اسلامي امارت د نفوذ لپاره یو بهانه ده او غواړي چې په یوه ډول هغوی تر خپل کنټرول لاندې راولي، که‌نه له هغې پرته که پاکستان غوښتلای چې له افغان لوري سره اړیکې ښې کړي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې ښه فرصتونه رامنځته شول او له هغې وړاندې هم موجود وو په اړه یې اقدام ونه‌کړ."

جانباز وايي: دوی د دې لپاره چې له امریکا د پیسو پروژې ترلاسه کړي یو ډول زرګري جګړه پیل کړې څو په خپل او نورو هېوادونو کې يې عامه ذهنونه ګډوډ کړي او د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي هیڅکله رښتینې نه ده.

د نړیوال چارو بل کارپوه غوث جانباز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه د طالبانو تر حاکمیت لاندې ډېره پېچلې لوبه پیل کړې ده، دوی فکر کوي چې څوک یې په اړه نه پوهېږي، خو دوی د دې لپاره چې له امریکا د پیسو پروژې ترلاسه کړي یو ډول زرګري جګړه پیل کړې څو په خپل او نورو هېوادونو کې يې عامه ذهنونه ګډوډ کړي او د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي هیڅکله رښتینې نه ده."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې تل د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ په اړه ادعا او تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان په خپله خاوره کې دننه د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري او د افغانستان له خاورې به د هیچا پر ضد استفاده ونه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG