د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

طالبان: د تحریمونو او له تور لېسته د ځینو طالب مشرانو د نومونو په لرې کولو کې پرمختګ شوی


د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي کبیر، د حج او اوقافو سرپرست وزیر نورمحمد ثاقب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هغه طالب مشران دي چې ملګرو ملتونو د تېر حج مراسمو کې د ګډون په موخه د لنډمهال لپاره د بندیزونو له لېسته وایستل.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي کبیر، د حج او اوقافو سرپرست وزیر نورمحمد ثاقب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هغه طالب مشران دي چې ملګرو ملتونو د تېر حج مراسمو کې د ګډون په موخه د لنډمهال لپاره د بندیزونو له لېسته وایستل.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې پر یو شمېر طالب چارواکو د تحریمونو د لرې کولو او له تور لېست څخه د هغوی د نومونو په ایستلو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په داسې حال کې چې له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو پر حکومت د فشار زیاتولو ډېرې غوښتنې شوي، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د تحریمونو او د تور لېست څخه د یو شمېر طالب چارواکو د نومونو په لرې کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۷مه په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکونې" خبري غونډه کې وویل چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د ډېریو هېوادونو سره د دوی اړیکې ښې شوي دي.

هغه وايي: "قزاقستان او قرغزستان چې اسلامي امارت يې د طالبانو جنبش په نوم په منع شوي لېست کې شامل کړی و، له هغه لېست څخه وایستل. د روسیې فدراسیون به هم په نږدې راتلونکي کې همداسې ګام پورته کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

که څه هم متقي په مشخص ډول د خپل کوم غړي د نوم د حذفولو یادونه ونه کړه، خو زياته يې کړه چې طالب چارواکو په تېر يوه کال کې بېلابېلو هېوادونو ته ۴٦ سفرونه کړي، په قطر، ترکیې، پاکستان او ايران کې يې هم په غونډو کې ګډون کړى دى.

د طالبانو حکومت یو شمېر هغه چارواکو چې د تحریمونو په لېست کې دي په دې وروستیو کې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

امریکا تر تعقیب لاندې سره سره سراج‌الدین حقاني ابوظبۍ ته سفر کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

د ملګرو ملتونو د تحریمونو د څار ډلې تر دې مخکې راپور ورکړی و چې ۶۱ طالبان تر تحریمونو لاندې دي چې ۳۵ یې د طالبانو حکومت د کابینې غړي او لوړپوړي چارواکي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل چې اوسمهال ۳۹ سفارتونه او قونسلګرۍ د دوی د حکومت په واک کې دي او د قونسلګریو او سفارتونو له لارې د پاسپورټونو او ویزو ورکولو او تمدید په ګډون افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات دوام لري.

اميرخان متقي زياته کړه چې په تېر یوه کال کې د روسيې، ترکيې، چين، ملګرو ملتونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو له افغانستان څخه ليدنه کړې او په ځينو مواردو کې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه‌ليکونه هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د ورځې په تېرېدو پر افغانانو محدودیتونه زیاتوي او خلک په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې پر دوی فشار راوړي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان هم پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو پر ځای د فشار له لارې کار واخلي.

عزیزي وايي: نړیواله ټولنه باید په ډېر غور د طالبانو کړنې وڅېړي او د دې پر ځای چې له هغوی سره ډیپلوماتیکې اړيکې ولري، باید پرته له کوم قید او شرطه د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د رعايتولو لپاره پر هغوی فشار واچوي.

په تبعید کې د بشري حقونو د فدراسیون مسوول عبدالسمیع عزيزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې له نړۍ سره یې ډیپلوماتیکي اړیکې مخ په ښه کېدو دي او نړیوال تعامل لري، خو دا باید د دې په مانا نه وي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت له پامه وغورځول شي. نړیواله ټولنه باید په ډېر غور د طالبانو کړنې وڅېړي او د دې پر ځای چې له هغوی سره ډیپلوماتیکې اړيکې ولري، باید پرته له کوم قید او شرطه د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د رعايتولو لپاره پر هغوی فشار واچوي."

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د بشري حقونو په برخه کې د ارزونې وړ او د مشخصو ژمنو تابع وي او د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو په ګډون د زیانګالو خلکو حقونه له پامه نه غورځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د نړیوالو او بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا د بشري حقونو په سرغړونې تورن شوی او له دوی غوښتل شوي چې پر افغانانو ټول لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG