د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

متقي: نړۍ دې موږ سره تعامل وکړي؛ ښځينه فعالانې: نړيوال دې پر طالبانو فشارونه لا ډېر کړي


د اسلامي همکاريو سازمان کې د اميرخان متقي وينا.
د اسلامي همکاريو سازمان کې د اميرخان متقي وينا.

که څه هم د اسلامي همکاریو سازمان د افغان مېرمنو پر وړاندې د زده‌کړو او کار د بندیز په پرېکړو له طالبان د بیا غور غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې، پر دې مسئلې له تماس پرته له نړۍ د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.

د اسلامي همکاریو په سازمان کې د امیرخان متقي وینا چې پرون جمعه (د اګسټ۳۰مه) یې وکړه، ټوله د طالبانو اړوند پر مسایلو ورټوله وه او بشري موضوعاتو ته په‌کې بیخي ځای نه و ورکړل شوی.

خو نوموړي پر طالب چارواکو لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره وویل، دا منطقي نه‌ده چې يو کوربه هېواد دې د يوه هېواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګروملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي.

"عجبې غوښتنې لري، دوی په‌دې فکر نه‌کوي چې نړۍ له ما څه غواړي زه هغه نه‌کوم نور هم د هغوی د غوښتو خلاف خپلې چارې مخته وړم
اوږۍ امېل

دا په‌داسې حال کې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کامیرون کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۰مې غونډې په څنډه کې له امیرخان متقي د افغان مېرمنو پر وړاندې د زده‌کړو او کار د پرېکړې په اړه د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانې بیا له نړیوالو غواړي، چې د طالبانو له حکومت سره تعامل ونه‌کړي او د بندیزونو د لرې کولو برعکس فشارونه پرې زیات کړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو فعالې اوږۍ امېل په‌دې ازادي راډیو ته وویل: "عجبې غوښتنې لري، دوی په‌دې فکر نه‌کوي چې نړۍ له ما څه غواړي زه هغه نه‌کوم نور هم د هغوی د غوښتو خلاف خپلې چارې مخته وړم، په‌داسې حال کې چې هغوی وايي مه یې کوئ موږ لاپسې شدت ورکوو، نو کله چې د مېرمنو مسئله شي دوی بیا له دنیا غواړي چې موږ په رسمیت وپېژنئ یا مو پیسې ازادې کړئ زه نه پوهېږم چې دوی په کوم سترګو او جرأت له نړۍ دا غوښتنه کوي."

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف
طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله پښتنه درانۍ وايي: "طالبان چې کله له نړۍ او یا هم اسلامي هېوادونو څخه دا ډول غوښتنې کوي دا پوښتنه باید پخپله له دوی څخه وشي چې تاسو مېرمنې خو لا پرېږده چې د افغانانو لپاره مو څه کړي دي؟ دا ډول پوښتنې باید مطرح شي، په هرصورت دا بندیزونه هغه مهال لرې کېدای شي چې طالبان د افغانانو حقوق ومني."

د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې امیرخان متقي پر طالب چارواکو د بندیزونو د لرې کولو سربېره د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه، خو تازه ملګروملتونو ویلي چې د افغانانو پیسې باید د افغانانو په ګټه استعمال شي.

دا دوه ورځنی غونډه د اګسټ په ۲۹مه د کامیرون په پلازمېنه یادوندي کې پیل شوې وه.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون جمعه د (د اګېسټ ۳۰مه) په یوې خبري غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو د پوښتنې په ځواب کې د زیاتو جزیاتو له ورکو پرته وویل، د افغانانو پیسې باید د افغانانو په ګټه وکارول شي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک دغه شان وویل، ملګري ملتونه به په افغانستان کې له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي، خو طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیک تعامل لپاره نورې لارې پرانيزي.

که څه هم دا لومړۍ ځل نه‌دی چې طالبان له نړۍ څخه له دوی سره د مثبت تعامل غوښتنه کوي، خو د بشري حقونو فعالانې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، نړۍ د اخلاقي مسوولیت له‌مخې نه‌شي کولای په افغانستان کې د موجوده وضعیت په دوام له طالبانو سره مثبت تعامل وکړي او پکار ده چې د وضعیت د بدلون لپاره پر دغې ډلې خپل فشارونه لا پسې ډېر کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG