د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د ازبکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ سوداګريزې اړيکې؛ د درې ميليارد ډالرو موافقې خبر ورکړل شوی


کابل کې د ازبکستان او د طالبانو د پلاوي ليدنه
کابل کې د ازبکستان او د طالبانو د پلاوي ليدنه

ازبکستان او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په نژدې راتلونکي کې په خپلو کې اقتصادي اړیکي پیاوړي کړي او په‌دې ترڅ کې دواړو لورو موافقه کړې ده چې، په نژدې راتلونکي کې سوداګریزه راکړه ورکړه درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.

افغانستان او ازبکستان موافقه کړې ده چې په خپلو کې تجارتي راکړه ورکړه په روان کال کې یو میلیارد ډالر او په نژدې راتلونکي کې ۳ میلیارد ډالر ته ورسوي.

د قزاقستان کاز انفورم خبري وېب‌پاڼه چې د منځنۍ آسیا اړوند مطالب خپروي، خبر ورکوي چې دا موافقه پرون کابل ته، د ازبکستان د سرپرست صدراعظم عبدالله اریپوف په مشرۍ د جګپوړي پلاوي د سفر پرمهال وشوه.

"د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي موافقه لاسلیک شوې ده، طرح او پلان یې لاسلیک شوی او پر جزییاتو یې کار روان دی.
نورالدين عزيزي

دا موافقه د ښاغلي اریپوف او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوه.

د راپورونو له‌مخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د سږني کال له پیله څه باندې ۴۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، افغانستان له ایران او پاکستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره جلا ترانزیتي موافقې په پام کې لري.

نورالدین عزیزي پرون په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو د سوداګریز نندارتون په پای کې وویل: "د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي موافقه لاسلیک شوې ده، طرح او پلان یې لاسلیک شوی او پر جزییاتو یې کار روان دی. د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان ترمنځ هم یوه درې اړخیزه موافقه کېدونکې ده. همداراز د ازبکستان، ایران او افغانستان ترمنځ د یوې موافقې په اساس به د چاه بهار بندر له لارې د ازبکستان مالونه تودو اوبو ته ورسېږي او د ایران مالونه به هم ازبکستان ته ځي. موږ غواړو چې افغانستان د ترانزیت په یوه مرکز بدل کړو."

نورالدين عزيزي
نورالدين عزيزي

د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګریز اړیکې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال وروسته له هغه پراخ شول چې، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او هغه مهال چارواکو پرېکړه وکړه چې چاه بهار بندر د کراچۍ بندر پرځای د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو د متبادلې لارې په توګه وکاروي او په‌دې توګه افغانستان له منځنۍ آسیا سره نژدې کړي.

داسې مهال چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې افغانستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریز اړیکې پراخې کړي څو له اقتصادي انزوا ووځي.

د اقتصادي چارو متخصص اذرخش حافظي په‌دې اړه وايي: "زموږ ترجیح دا ده چې د چټکې اقتصادي ودې لپاره دوه اړخیز قراردادونه وشي، دا قراردادونه که د نړیوال مالي سیسټم له لارې وشي نو موانع لري ځکه چې د افغانستان حکومت تر اوسه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او دا قراردادونه په ملګروملتونو کې نه‌شي ثبتېدلای، خو دوه اړخیز قراردادونه ممکن او عملي دي."

ښاغلی حافظي وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه هم د سوداګرۍ او ترانزیت لګښتونه کموي او هم وخت سپموي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو تقریباً له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې شوې او نړیوالې ټولنې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار او د بشري حقونو د اړوندو مسایلو له کبله پر افغانستان بندیزونه ولګول.

د طالبانو حکومت تر ننه له دې بندیزونو سره مخامخ دی او له پاکستان سره یې هم اړیکې ترینګلي دي، نو له نورې نړۍ سره د افغانستان د وصل لارې یوازې د منځنۍ اسیا له ګاونديو هېوادونو تېرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG