د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

له غزې او لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وشوه


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور. اسراییلي ځواکونه په یوه ویجاړه شوې سیمه کې لیدل کېږي.
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور. اسراییلي ځواکونه په یوه ویجاړه شوې سیمه کې لیدل کېږي.

د ملګرو متلونو په عمومي اسامبلۍ کې د فلسطین په اړه د هغه پرېکړه‌لیک په کلکه ملاتړ وشو چې په‌کې له اسراییل څخه غوښتل شوي چې له غزې او لوېدیځې غاړې د یوه کال په ترڅ کې خپل پوځیان وباسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له ۱۹۳ غړیو څخه ۱۲۴ هېوادونو دې پرېکړه لیک ته چې الزامي نه دی مثبتې، ۱۴ مخالفې او ۴۳ ممتنع رایي ورکړې.

د مخالفانو په ډله کې د امریکا متحد ایالتونه و چې د اسراییل نږدې متحد دی.

دا پرېکړه‌لیک پرون په داسې وخت کې تصویب شو چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییل د جګړې کال په پوره کېدو دی او په لوېدیځه غاړه کې شخړې په زیاتېدو دي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن خبرې له منځګړیو سره په مصر کې د اوربند لپاره روانې دي، خو له دې سره د منځني ختیځ په نورو سیمو کې بریدونه ډېر شوي او دا اندېښنې ورسره زیاتې شوي چې دا بحران به پسې پراخ شي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په ملګرو ملتونو کې د فلسطنیانو استازي ریاض منصور دغه رایه د خپل ولس د ازادۍ او عدالت لپاره د مبارزې په برخه کې د عطف ټکی وباله.

ده وویل چې دا یو واضح پيغام استوي چې د اسراییلو اشغال باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ حق باید درک شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي دیني دانون وویل چې دا یوه شرمناکه پرېکړه وه چې د فلسطیني ادارې د ډیپلوماتیکې ترهګرۍ ملاتړ کوي.

دانون زیاته کړه چې د حماس د غندلو او د ټولو پاتې ۱۰۱ برمته‌وو د خوشې کولو لپاره د اکټوبر د اوومې د کال د ویر د مراسمو پر ځای عمومي اسامبلي د فلسطیني ادارې ساز ته نڅېږي او د حماس د قاتلانو ملاتړ کوي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

په پرېکړه‌لیک د فلسطنیانو له ټولو سیمو د اسراییلي ځواکونو د وتلو ترڅنګ دا غوښتنه شوې چې په فلسطني اشغالي سیمو کې دې د اسراییلیانو جوړ شوي مېشت ځایونه هم تخلیه شي.

د پرېکړه‌لیک له مخې که چېرته اسراییل ټینګار کوي باید پر چارواکو یې بندیزونه ولګول شي او اسراییل ته د وسلو صادرات هم ودرول شي.

د دې سربېره پرېکړه‌لیک له اسراییلو څخه غوښتنه کوي چې د اشغال له امله فلسطنیانو ته د اوښتو زیانونو خساره ورکړي.

که څه هم دا پرېکړه‌لیک الزامي نه دی چې قانوني بڼه به خپلوي، خو د هغه ملاتړ د ملګرو ملتونو د ګڼو غړیو هېوادونو د نظر انعکاس دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG