د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

انتوني بلېنکن: پر اسراييل فشار ته دوام ورکوو چې په بشري ساحو کې له حملو کولو ډډه وکړي


غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل بريد چې د ۱۸ کسان د وژل کېدو خبر ترې ورکړل شوی.
غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل بريد چې د ۱۸ کسان د وژل کېدو خبر ترې ورکړل شوی.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون پنج‌شنبه ویلي، پر اسرايیل د دې لپاره فشار ته دوام ورکوي، چې د غزې تړانګې پر بشري ساحو له حملو ډډه وکړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې د یوه ښوونځي پر انګړ چې بې‌کوره شویو فلسطینیانو په‌کې پناه اخیستې وه، په یوه حمله کې ۱۸ کسان ووژل شول.

په وژل شویو کې ۶ تنه یې د ملګروملتونو کارکوونکي وو، چې د ملګروملتونو په ګډون ګڼو بنسټونو او هېوادونو دا حمله وغندله.

په همدې حال کې ترکیې هم اعلان کړی، چې د یوه ترکي الاصله امریکايي فعال د وژنې په باب یې خپلې څېړنې پیل کړي دي.

دغه کس تېره اوونۍ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت¬ځایونو د جوړولو خلاف اعتراض کې برخه اخیستې وه، چې د اسرايیلي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

په همدې حال کې د سوریې یوې دولت پلوه رسنۍ او د اپوزیسیون د جګړې څارونکې ډلې ویلي، اسرايیل پرون پنج‌شنبه د سوریې په جنوب کې پر یوه موټر حمله وکړه او دوه کسان یې ووژل.

غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل بريد چې د ۱۸ کسان د وژل کېدو خبر ترې ورکړل شوی.
غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل بريد چې د ۱۸ کسان د وژل کېدو خبر ترې ورکړل شوی.

تېره چهارشنبه د ملګروملتونو پر یوه اړوند ښوونځي په حمله کې داسې مهال خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته، چې د غزې د محلي رسنیو په حواله په هغه ورځ په ټوله غزه کې د اسرايیل په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۳۴ فلسطینیان ووژل شول، چې ۱۹ یې ښځې او ماشومان وو.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې څه باندې ۴۱زره فلسطینیان وژل شوي، خو دا یې نه‌دي ویلي، چې په‌دې شمېر کې څو تنه یې ملکیان او څو یې جګړه مار وو.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د غزې په جګړه کې چې بله میاشت یې کال پوره کېږي، د غزې د قلمرو چې د وګړو شمېر ۲ ميلیونو او درېیو لکو ته رسېږي ۹۰ فیصده یې څو-څو وارې له یوې سیمې بلې هغې ته بې‌ځایه شوي او دا قلمرو سخت ویجاړ شوی دی.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د حماس ډلې په رهبرۍ وسله‌والو د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

ګومان کېږي، لا به هم ۱۰۰ کسان له حماس ډلې سره یرغمل وي او ویل شوي چې د دې شمېر یو پر درېیمه برخه به د یرغمل پر مهال مړه شوي وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG