د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

اسراييل غزه کې پر يوه کور بريد کړی؛ د ۱۱ کسانو د وژنې خبر ور کړل شوی


د غزې يو انځور
د غزې يو انځور

په غزه ښار کې نن هم د اسرايیل په تازه حمله کې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

فلسطیني ډاکټرانو نن شنبه ویلي، لږ تر لږه ۱۱ کسان په غزې ښار کې هغه وخت ووژل شول، چې د اسرايیل له‌خوا پر یوه کور بمباري وشوه.

د غزې په یوه روغتون کې روغتیايي کارکوونکو ویلي، په وژل شویو کې څلور تنه ماشومان او درې ښځې شاملې دي.

په وژل شویو کې څلور تنه ماشومان او درې ښځې شاملې دي.
روغتيايي چارواکي

په راپورونو کې ویل شوي، په‌دې حمله کې د تفاح سیمې یو کور ویشتل شوی، خو دغه معلومات په بې‌پرې ډول تایید شوي نه‌دي او د اسرايیل پوځ هم د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان يې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

ویل شوي لا هم له حماس ډلې سره په غزه کې ۹۷ کسان یرغمل دي او د اسرايیل پوځ وايي، له‌دې شمېر ښايي ۳۳ یې مړه وي.

د غزې د ملکي دفاع بنسټ نن ویلي، د اسرايیل له‌خوا تېره شپه د غزې ښار هغه کور په نښه شو، چې بې‌کوره شویو فلسطینیانو په‌کې پناه اخیستې وه.

تېره اوونۍ هم غزه کې پر يوه ښوونځي بريد وشو چې په‌کې ۱۸ کسان ووژل شول.
تېره اوونۍ هم غزه کې پر يوه ښوونځي بريد وشو چې په‌کې ۱۸ کسان ووژل شول.

د دغه بنسټ ویاند محمود باصل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، تېره شپه د غزې پر نورو برخو هم دې ته ورته هوايي حملې شوي چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې په نتیجه کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۱زره ۱۸۲ او د ټپیانو ۹۵زره ۲۸۰ ته رسېدلی، خو بې پرې سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.

هاخوا د روغتیا د نړیوال سازمان WHO مشر وايي، په غزې تړانګه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین په بریا سره پای ته ورسېد.

تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پرون پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ولیکل، د دې کمپاین پر مهال له ۵۶۰ زرو ډېرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وو، د دې واکسین لومړی دوز ورکړل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG