د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

هند له مسلمانانو سره د نوې ډیلي د چلند په اړه د ایران د لوی مذهبي مشر څرګندونې غندلي


د ایران لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي
د ایران لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي

هند له مسلمانانو سره د نوې ډیلي د چلند په اړه د ایران د لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي څرګندونې غندلي دي.

نوې ډیلي د ایران د لوی مذهبي مشر هغه څرګندونې غندلې چې د هند په ګډون په ځینو هېوادونو کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه یې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د آیت‌الله علي خامنه‌يي څرګندونې ناسم معلومات او د نه منلو وړ بللې دي.

خامنه‌یي پرون په یوه وینا کې وویل: "که موږ په میانمر، غزه، هند یا نورو ځایونو کې د مسلمانانو له کړاوونو بې خبره واوسو، ځانونو ته مسلمانان نه شو ویلای."

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن په ځواب کې د خامنه‌یي څرګندونې د نه منلو وړ وبللې او په یوه بیان کې یې وویل چې د دې څرګندونو اساس ناسم معلومات دي.

بیان زیاتوي هغه هېوادونه چې په نورو هېوادونو کې د اقلیتونو د حقونو په اړه تبصرې کوي لومړی باید خپلو اعمالو ته وګوري.

د هند بیرغ
د هند بیرغ

د ایران اسلامي جمهوریت په وار وار په دې هېواد کې له دېره مذهبي او قومي اقلیتونو سره په تبعیضي چلند تورن شوی دی.

خامنه‌يي پخوا له دې هم د مسلمانانو په اړوندو مسایلو کې پر هند انتقادونه کړي وو.

په دې کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مسلمانانو سره د هند پر چلند انتقادونه هم شامل وو.

په هند کې چې شاوخوا ۱،۴ میلیارد وګړي لري څه باندې ۱۷۲ میلیون مسلمانان ژوند کوي چې د دې هېواد د ټولو وګړو ۱۴،۲ سلنه نفوس جوړوي.

اسلام له هندوییزم وروسته چې د هند د ټولو وګړو نژدې اتیا سلنه نفوس جوړوي، په دې هېواد کې دوهم لوی دین شمېرل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل ننني بیان کې د خامنه‌يي د څرګندونو په اړه د خپګان د څرګندولو ترڅنګ دا ټينګار هم کړی چې نوې ډیلي او تهران په خپلو کې پیاوړي اړیکي پالي.

هند د ایران په جنوب ختیځو سواحلو کې د عمان د خلیج په اوږدو کې د چاه بهار بندر د رغونې لپاره هلته پانګونه کړې، څو ایران او له هغې لارې افغانستان او منځنۍ آسیا ته خپل مالونه صادر کړي.

د چاه بهار بندر د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو پرځای د افغانستان لپاره یوه بدیله سمندري لاره بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG