د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

لبنان کې چاودنې؛ لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان دي


په لبنان کې د شوې پېښې مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.
په لبنان کې د شوې پېښې مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.

د لبنان د روغتیا وزارت پرون سې شنبې وویل چې په پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو کې د هممهاله چاودنو په نتیجه کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دې وزات دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې وویل چې یوه نجلۍ او دوه غړي یې په دغو چاودنو کې چې هغه یې مرموزې بللې، ووژل شول.

د آزادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزیر فراس الأبيض وویل د دوه سوه ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په بیروت کې د ایران سفیر مجتی اماني هم د ټپیانو په ډله کې دی.

د ایران سپاه پاسدارن انقلاب ځواک ته نږدې فارس خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي هغه په دې چاودنه کې برسېرن ټپي شوی دی.

حزب‌الله وویل چې یو شمېر پیجرونه چې غړي یې کاروي، په یوه وخت وچاودل.

د لبنان امنیتي ځواکونه د پېښې په سیمه کې راټول شوي دي.
د لبنان امنیتي ځواکونه د پېښې په سیمه کې راټول شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د درېیو سرچینو له قوله چې هویت یې نه‌دی په ډاګه کړی، خبر ورکړی چې دغه پیجرونه چې چاودلي، د دغو وسیلو وروستي ماډلونه وو چې حزب‌الله په وروستیو کې هېواد ته راوارد کړي وو.

پیجر د مخابراتي اړیکو یوه کوچنۍ وسیله ده چې خپله ځانګړې شمېره لري او لنډ لیکلي متنونه او غږیز پیغامونه په‌کې استول کېدای شي.

د راپورونو له مخې، د لبنان په جنوب او شاوخوا سیمو کې یې د حزب‌الله ډلې د وسله‌والو او مرستندویه کارکوونکو په ګډون په سلګونو غړي په دغو چاودنو کې ټپیان شوي دي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت دغه چاودنې غندلي او هغه یې د اسراییل له‌خوا سایبري حمله بللې ده.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې همدارنګه ویلي چې یو شمېر پیجرونه په سوریه کې هم چاودلي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شوراته وړاندې کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د اسراییل دغه خطرناکه او قصدي عمل د اسراییل له هغو ګواښونو سره همغږی دی چې د لبنان پر وړاندې د جګړې د پراخېدو په اړه یې ورکړي او هم هغه د لازیاتې وینې تویونې، ویجاړۍ او تباهۍ په اړه د اسراییل د دریځ ښکارندوي کوي.

حزب‌الله د غچ اخیستونکو اقداماتو ژمنه کړې او ویلې یې دي چې اسراییل به د دغو چادونو په‌خاطر عادلانه مجازات شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ ویاند پرته له دې چې مستقیماً چاودنو ته اشاره وکړي وویل چې د اسراییل لوی درستیز جنرال هرزي هالوي له جګپوړو چارواکو سره کتلي څو وضعیت وارزوي.

دې ویاند ویلي چې په پالیسۍ کې بدلون نه‌دی اعلان شوی، خو له احتیاطه باید کار واخیستل شي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په سلګونو ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او له ټولو خلکو یې غوښتي چې که پیجرونه لري، هغه دې سمدستي لیرې وغورځوي.

په لبنان کې دغه چاودنې داسې مهال شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو په هدف د خبرو د بیا پیلېدو د هڅو په ترڅ کې سیمې ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

که څه هم ډېر تمرکز په غزه کې پر روانې جګړې دی، خو د اسراییلي ځواکونو او د لبنان د حزب‌الله د وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو ډېره برخه یې په لبنان کې د حزب‌الله وسله‌والو ته اوښتي، خو په اسراییل کې هم ملکیان او سرتېرې وژل شوي چې شمېر یې لسګونوکسانو ته رسېږي.

دغو نښتو د لبنان او اسراییل ترمنځ پولې ته د نژدې سیمو په زرګونو کسان اړ کړي چې له خپلو سیمو نورو ځایونو ته کډه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG