د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د اسراييلو دفاع وزير: حماس سره موقتي اوربند ممکن دی


غزه کې اسراييلي پوځيان
غزه کې اسراييلي پوځيان

داسې مهال چې د غزې له تړانګې څخه د اسراییلو په حملو کې د لسګونه کسانو د مړینې خبرونه رارسېدلي، د اسراییلو دفاع وزیر وايي چې له حماس سره موقتي اوربند ممکن دی.

د غزې له تړانګې څخه د بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو په هوايي حملو کې د لسګونه کسانو د مرګ‌ژوبلې خبرونه ورکړل شوي.

رویټرز خبري اژانس د فلسطیني چارواکو له قوله راپور ورکوي، چې د غزې په جنوب کې د بشري زون په امن سیمه کې د اسراییل په نن سهارنیو حملو کې د فلسطیني کډوالو خېمو اور واخیست او لسګونه کسان ژوندي تر خاورو لاندې شول.

اسراییل ویلي دي چې، په‌دې حمله کې یې د حماس د قوماندې هغه مرکز په نښه کړی چې وسله‌وال یې د المواسي امن سیمې ته ننوتي وو.

اسراییلو بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو ته وروسته له‌دې چې له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول ویلي و، چې په‌دې کمپ کې ځای پرځای شي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، ویلي دي چې وسله‌وال یې په‌دې سیمه کې نه وو.

ملګروملتونو دوه ورځې مخکې ويلي وو، غزه کې وضعيت د ناورين له حده هم تېر شوی.
ملګروملتونو دوه ورځې مخکې ويلي وو، غزه کې وضعيت د ناورين له حده هم تېر شوی.

روغتیاپالان او د کمپ اوسېدونکي وايي، چې دا حمله د پنځو یا شپږو توغندیو یا بمونو په وسیله شوې ده.

د غزې د بېړنیو ملکي خدماتو د ادارې د اټکل له‌مخې په نننیو حملو کې لږترلږه ۶۵ فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر یې نه‌دی ښودلی، ځکه د دې ادارې د مسوولانو په وینا ډېری کسان لا هم د فوټبال د ډګر په اندازه په بمبارۍ کې د رامنځته شوې کندې لاندې پاتې دي.

اسراییلو د مرګ‌ژوبلې دا شمېرې رد کړې دي.

د غزې مطبوعاتو دفتر چې حماس یې مشري کوي ویلي، چې په برید کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي، له ۶۰ ډېر ټپیان او ډېر نور تري تم دي.

په عین حال کې د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانټ ویلي دي، چې له حماس ډلې سره موقتي اوربند اوس هم ممکن دی.

په عین حال کې د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانټ ویلي دي، چې له حماس ډلې سره موقتي اوربند اوس هم ممکن دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې ګالانت که څه هم په غزه کې د دایمي اوربند ژمنه چې د حماس غوښتنه ده ونه‌کړه، خو ویې ویل د لږترلږه ۶ اوونیو لپاره د داسې اوربند موافقې ته، چې د ډېری اسراییلي یرغملو خوشې کېدل یې یوه برخه وي شرایط چمتو شوي دي.

ګالانت چې پرون بهرنیو خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه، چې له شپږو اوونیو وروسته به اسراییل بیا په غزه کې د پوځي عملیاتو او د حماس ډلې د له‌منځه وړلو په ګډون خپلو اهدافو ته د رسېدو حق ولري.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته هغه مهال پیل شوه، چې د حماس ډلې وسله‌والو پر اسراییلو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

د اسراییلو په ځوابي حملو کې چې تراوسه هم روانې دي د غزې د روغتیا وزارت د څرګندونو په اساس د نن سهارنۍ حملې د تلفاتو په ګډون له ۴۱ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG