د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د طالبانو د حکومت درېيمه کليزه؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې طالبي جشنونه


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې طالبانو پر افغانستان د خپلې بیاځلي واکمنۍ د پیل درېیمه کلیزه تر کلکو امنیتي تدابیر لاندې ونمانځله.

د اسد یا زمري ۲۴مه چې طالبان یې د خپل بري او په افغانستان کې د امریکايي اشغال د پای ورځ بولي، چې له همدې امله یې نن عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

خو د تېر جمهوري حکومت یو شمېر چارواکو په ګډون ګڼ افغانان دا ورځ د تاریخ توره او د افغانستان د سقوط ورځي یادوي.

دوی تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې په بېلابېلو بیانونو او لیکنو کې په افغانستان کې د طالبانو په روان سیاست سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې طالبانو د افغانانو حقونه ترې تروړلي او افغانستان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د بګرام پوځي اډه هغه ځای چې یو وخت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز و، خو نن د دې ورځې په مناسبت په‌همدې پوځي اډه کې د طالبانو له‌خوا پوځي پرېډ ترسره شو.

دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو د حکومت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدین حقاني چې د امریکا له لوري یې په سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې او د ایف‌بي‌آی تر څار لاندې دي، له نړیوالو وغوښتل څو د افغانستان په پرمختګ کې له دوی سره همکاري وکړي.

هغه وويل: "موږ له نړيوالو ازادي واخيسته په مقابل کې يې محاسبه نه ورسره کوو، ښه فرصت مو ورته برابر کړی، ښه اراده ورته لرو چې له موږ سره د افغانستان په بيا پرمختګ کې همکاري وکړي، لکه څنګه چې یې په اشغال کې همکاري کوله په پرمختګ کې دې هم همکاري وکړي."

د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني
د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني

خو د امریکا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تر دې وړاندې ویلي، د طالبانو له حکومت سره تر هغې همکاري نه‌کوي او حکومت یې په رسمیت نه‌پېژني چې دوی د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه نه وي خوندي کړي او ټول‌ګډونه حکومت یې نه وی جوړ کړی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د درې کلونو د لاسته‌راوړنو خبره وکړه او له ګاونډيو هېوادونو يې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند او تاوتريخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالکبير وويل: "اسلامي امارت له ګاونډیو د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله مننه کوي او تمه لري چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلند، زور زیاتی او تاوتریخوالی پای ته ورسيږي."

مولوي عبدالکبیر له نړیوالو ادارو د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د بېرته را استونې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

نوموړی دا خبره داسې مهال کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت خورا بد شوی او دوی د ځايي پولیسو له لوري له ځورونو سره مخ دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې، په تېرو درې کلونو کې یې د دوحې د تړون ټول موارد عملي کړي او دا چې د افغانستان له خاورې به هيڅ بل هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

خو له دې وړاندې د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پرموجودیت اندېښنې ښودلي دي.

په‌دې غونډه کې چې د ویناوالو د خبرو اکثریت تمرکز یې له نړیوالو سره پر تعامل او د همکاریو غوښتنو څرخېده، سربېره په‌دې په کور دننه د طالبانو له لوري له خلکو سره د ژبني، قومي او مذهبي تعصب مخنیوي ته هم اشاره وشوه.

د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا بل مرستیال عبدالسلام حنفي په‌دې اړه وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت ټول منسوبین دې هڅه وکړي چې قومي، ژبني او سمتي عصبانیت چې د اشغالګرو له لوري په ډېر جدي توګه هڅه شوې باید له‌منځه یوسي، همداراز د افغانستان له زړه‌ورو او شهید پروره ولس سره باید په ترحم او مهربانۍ تعامل وشي."

یادو مراسمو کې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او رئیس الوزرا یې ملا محمد حسن اخند ګډون نه و کړی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه پرون سه‌شنبه د دوی د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې، د طالبانو د حکومت په هر لګښت "اصلي لومړیتوب د اسلامي شریعت" پلي کول دي.

له ارشيفه د يو شمېر طالب مشرانو انځور
له ارشيفه د يو شمېر طالب مشرانو انځور

هغه څه چې اکثره عامو افغانانو، دیني عالمانو، ښځو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګروملتونو بېلابېلو ادارو "اسلامي واقعي شریعت نه" بلکې په‌دې پلمه د دوی د سخت‌دریځو پالیسو پلي کول بللي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د ګڼو نورو برخو تر څنګ پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي،ښځې یې له کارونو، نجونې یې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه له هر ډول زده‌کړو، پارکونو، عمومي ښځینه حمامونو، له محرم پرته له لرې واټن سفرونو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو محرومې کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او په دې سره یې پر افغانستان کې دوهم ځل واکمنۍ پیل کړه، خو طالبان دا ورځ د هجري لمریز کال له مخې چې د اسد یا زمري ۲۴مه ده، لمانځي او سږ کال دا ورځ د اګسټ له ۱۴مې سره برابره ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG