د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

امریکا: د طالبانو له‌خوا د مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي دي


ارشیف: په کابل کې د اهل هنودو یو عبادتځای
ارشیف: په کابل کې د اهل هنودو یو عبادتځای

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي او طالبان د هغه تفسیر پر بنسټ چې دوی یې له شریعت څخه لري، پر ټولنې حکومت کوي، هغه موضوع چې طالبانو مخکې په وار وار رد کړې ده.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د دغه وزارت په کلني راپور کې، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د لږکیو د مذهبي ځایونوساتنه نه ده کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د دغه راپور د خپرولو پر مهال ويلي چې اوسمهال په نړۍ کې د ميليونونو خلکو مذهبي ازادۍ ته درناوی نه کېږي او وروستۍ موندنې ښيي چې په نړۍ کې پر مذهبونو دولتي محدودیتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن

هغه ویلي: "په هره سیمه کې خلک له مذهبي تاوتریخوالي او مذهبي تبعیض سره مخ دي، هم د دولت له‌خوا او هم د وطنوالو له‌خوا، امکان لري چې له ښوونځي او دندې څخه بې برخې شي، وځورول شي، ووهل شي او یا له هغه نه بدتره."

خو برعکس، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو سازمانونو او په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د هدفي بریدونو د قربانیانو په حواله ویلي، طالبانو په بامیان، دایکندي، میدان وردک، بغلان، بلخ، کندز، بدخشان، هرات، غزني، سرپل، کندهار، اروزګان، تخار او سمنګان ولایتونو کې هزاره ګان وژلي، شکنجه کړي، په زور یې بې ځایه کړي او شتمنۍ یې ورته غصب کړي دي.

د راپور په دوام کې راغلي چې طالبانو شیعه‌ګان څنډې ته کړي څو د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، طالبانو په ټول هېواد کې د خصوصي ښوونځیو په ګډون په ټولو ښوونځیو کې د جعفري فقهې پر تدریس بندیز لګولی دی.

د افغانستان په یوه مرکزي ولایت کې یوه شیعه مدني او فرهنګي فعاله، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وايي: "کله چې طالبان راغلي په ټوله کې یې چې موږ چلند وینو، د جعفري مذهب پر وړاندې یو ډول تبعیض لري، لکه داسې چې وايي هغوی په حق دي او دا مذهب باطل دی او همدا شان په محکمو کې کله چې فیصلې کوي د خپل حنفي فقهې پر بنسټ کوي او دا ډېر جدي موضوعات دي."

د ایکندي یو اوسېدونکی وایي: د دايکندي ولایت د پاتوی ولسوالۍ خلک دې ته اړ شوي چې له سیمې ووځي او ایران ته ولاړ شي.

د دایکندي ولایت یوه شیعه اوسېدونکي چې دی هم نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په خپله سیمه کې د شته ستونزو په اړه وايي: "تل په هزاره‌وو ظلم شوی، ځمکې يې غضب شوي، کډې ته اړ کړل شوي، د دايکندي ولایت د پاتوی ولسوالۍ خلک دې ته اړ شوي چې له سیمې ووځي او ایران ته ولاړ شي."

د دغه راپور له مخې، وروسته له هغه چې طالبانو بیا ځل د افغانستان واک تر لاسه کړ، څه باندې ۹۰۰ سېکان او هندوان له دغه هېواده ووتل او یوازې شپږ کسان یې د خپلو سپېڅلو ځایونو او کتابونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شول.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سېکانو پخوانۍ استازې انارکلي هنریار وایي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره امن ځای نه دی.

انارکلي هنریار
انارکلي هنریار

هغه وايي: "سېکان او هندوان په افغانستان کې د مذهبي لږکیو له جملې څخه دي چې د طالبانو د راتلو وروسته دوه ځلې د هغوی په سپېڅلو ځایونو حمله شوې او بلاخره دې ته اړ شول چې د ناامنۍ له امله افغانستان پرېږدي. تر اوسه د هندوانو او سېکانو مذهبي لږکیو پر وړاندې د طالبانو دريځ روښانه نه دی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو د دوی د حکومت چارواکو په وار وار په خبري ناستو او د قومي او مذهبي لږکیو له استازو سره په لیدنو کې ویلي چې د ټولو قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی لري او حقونه یې خوندي دي.

مخکې د مې په میاشت کې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو کمېسیون ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې مذهبي ازادي د طالبانو د سخت تفسیر د دوام له امله مخ په خرابېدو ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG