د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د بشري حقونو څار سازمان: جرمني په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت له پامه غورځوي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

له جرمني څخه د یو شمېر افغان کډوالو د ايستلو په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د یاد هېواد حکومت په دې کار سره په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت له پامه غورځوي.

وروسته له هغه چې د جرمني حکومت تېره اوونۍ ۲۸ افغان کډوال افغانستان ته سنانه کول او د دغه لړۍ پر دوام یې ټینګار وکړ، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، جرمني په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ او ناورین له پامه غورځوي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپله وېبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ليکلي، د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو د مستند راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت "کړکېچن" دی.

دې سازمان زياته کړې: "په افغانستان کې هیڅوک خوندي نه دي، افغان کډوال داسې يو هېواد ته ستنېږي چې واکمنان یې په عام محضر کې خلک په درو وهي او ښځې یې له عمومي ژوند لرې کړي دي."

ياد سازمان ویلي: "افغانستان کې وضعیت دومره کړکېچن دی چې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې هیڅوک افغانستان ته بايد ونه لېږل شي."

په جرمني کې یو شمېر افغان کډوال چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې تراوسه د جرمني حکومت له‌خوا نه دي منل شوي، هم ازادي راډیو ته د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، د کډوالو پر وړاندې د جرمني حکومت سخت اقدامات به دوی له ستونزو سره مخ کړي.

جرمني د تېرې اګست میاشتې په ۳۰مه ۲۸ افغان کډوال له وایستل او افغانستان ته یې واستول چې د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو په دغه موټر کې ولېږدول شول.
جرمني د تېرې اګست میاشتې په ۳۰مه ۲۸ افغان کډوال له وایستل او افغانستان ته یې واستول چې د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو په دغه موټر کې ولېږدول شول.

يو افغان کډوال چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې د جرمني سختدريځه سياست نه يوازې د کډوالو د ايستل کېدلو لامل کېږي، بلکې جرمني کې د افغانانو خونديتوب هم زيانمنوي.

هغه وویل: "د افغانانو پر وړاندې چې جرمني کې ژوند کوي د ليدلوري بدلون، کله چې د دوى پر واندې ليدلوري بدلېږي د دوى خونديتوب، ټولنيز ژوند، کار او تحصيل هم زيانموي ممکن دوى ته خدمات او فرصتونه ورنه کړل شي او له نظره وغورځول شي."

په جرمني کې مېشته يوه افغانه کډوالې نسرين حمیدي ازادي راډيو ته وويل: "له جرمني د افغان کډوالو ايستل ډېر د اندېښنې وړ ده، په ځاڼګړې توګه هغو ته چې په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي او د افغان نجونو او ښځو لپاره چې افغانستان کې له خپلو حقونو بې برخې دي د اندېښنې وړ ده."

د بشري حقونو د څار سازمان د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ خبرو ته په اشارې ویلي، د جرمني حکومت ته باید اوس روښانه شوې وي چې د لنډمهاله سیاسي ګټو لپاره د بشري حقونو ارزښتونو له پامه غورځول یوه بریالۍ او د دفاع وړ تګلاره نه ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

ياد سازمان ټینګار کوي: "هیڅوک بايد داسې، ځای او هېواد ته وانه‌ستول شي چې هلته د بشري حقونو د جدي سرغړونې ګواښ وي، آن که مجرم هم وي."

د افغان او سوري کډوالو له‌خوا په بریدونو کې د ملکیانو له وژل کېدو وروسته د جرمني حکومت ویلي، د افغانانو په ګډون د جرمي مخینې درلودونکي کډوال له خپل هېواده باسي.

وروسته له هغه چې طالبانو بياځلي افغانستان کې واک ته ورسېدل، زرګونه افغانان چې فعالان، ژورنالیستان او د پوهنتونونو استادان په‌کې شامل وو جرمني او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

اوس دا اندېښنې موجودې دي چې له جرمني څخه د افغان کډوالو ستنول به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG