د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

کابل ښاریان: د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي


د کابل ځیني ښاریان وايي، د پاکستان له‎خوا د تورخم او سپین‎بولدک د بندرونو له تړلو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې ختلې دي.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سبزیجاتو او تازه مېوو بیې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا دوه برابره لوړې شوې دي.

محمدالله او سحرګل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د موادو د بیو لوړوالي خلک اندېښمن کړي ځکه چې د موادو د اخیستلو توان نه‎لري.

دوی وايي:

"توکي ګران شوي ځکه چې نوم پرې د پاکستان ږدي حال دا چې دا مواد لغمان، لوګر شمالي او کونړ کې کرل کېږي. موږ شکر دی هر څه لرو. خو دوی وايي، لاره بنده ده او په دې بهانه‌یې نرخونه لوړ کړي دي."

"پخوا چارک په ۸۰ وو، نن‌یې په ۳۰۰ خرڅوو، مارکېټ وايي لارې بندې دي، دا هم وايي، دا مال پاکستانی دی او ګران‌یې خرڅوي. بس یو نوم‌یې پرې ایښی چې دا باټینګر ایراني دي."

کله چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د پاکستان سند ایالت کې په یوې حمله کې لسګونه کسان ووژل شول، پاکستان د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه د نامعلومې مودې لپاره وتړل.

پاکستان پخوا تر دې هم د سیاسي ملحوظاتو له امله د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه تړلي او د دواړو هېوادونو تر منځ‌یې سوداګریزې راکړې ورکړې زیانمنې کړې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې اړیکې د سیاسي اړیکو قرباني شوي دي.

د دې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل، دا ځل د تورخم او سپین‎بولدک د بندرونو تړل کېدو د پخوا په پرتله د موادو پر بیو لږ اثر کړی ځکه چې د ده په خبره اوس افغان سوداګر خپل مالونه له نورو ترانزیټي لارو څخه واردوي.

‎اخوا د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د تورخم او سپین‎بولدک د بندرونو د خلاصولو لپاره د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې روانې دي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خپلې وروستۍ هڅې مو وکړې خبرې اترې روانې دي، ټولې ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې لارې مو غوره کړې او بحث پرې کېږي، خو څرنګه چې له ۱۵ کلونو راهیسې د پاکستان له‎خوا ستونزې رامنځته کېږي، موږ نورې لارې ولټولې، څو د اړتیا وړ خوراکي مواد او داسې نور، پرې هېواد ته وارد کړو. له نېکه‌مرغه پر بیو کې ډېر فرق نه‎دی راغلی یوازې پر سبزیجاتو او هغو مېوو چې له پاکستانه راځي لږ اثر یې کړی دی."

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، اوس‎مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزه راکړه-ورکړه ۵۰ فیصده کمه شوې او که پاکستان دغه کار ته دوام ورکړي صفر ته به راټیټه او افغانستان به د خپلو سوداګریزو مالونو د لېږد-رالېږد لپاره نورې لارې وکاروي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG