د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

هند د افغانستان له مېوو مالیه او ګمرکي محصول نه‌ا‎خلي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هند ژمنه کړې چې د افغانستان د تازه مېوې له صادراتو څخه مالیه او ګمرکي محصول وانه‎خلي.

دا خونه وايي، هڅې روانې دي چې له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه شي.

د دغې خونې مرستیال خان‎ جان الکوزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هند ویلي د اړتیا پر مهال به د دغه هېواد الوتکې هم د افغانستان د تازه مېوې د لېږدولو لپاره دغه هېواد ته ورشي.

نوموړي وویل، په تېرو دوو ورځو کې ۱۷ ټنه د افغانستان تازه مېوه هند ته صادره شوې او هغه هېواد ژمنه کړې چې د افغانستان له تازه مېوې به مالیه او ګمرکي محصول نه‌اخلي.

الکوزی: په تېرو دوو ورځو کې ۱۷ ټنه د افغانستان تازه میوه هند ته صادره شوې
الکوزی: په تېرو دوو ورځو کې ۱۷ ټنه د افغانستان تازه میوه هند ته صادره شوې

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"په تېرو دوو ورځو کې له هند سره خبرې شوي، زموږ دوه الوتکو په ډېرې ساده‎ګۍ سره په شپږو ساعتونو کې له هوايي ډګره الوتنه کړې او مارکېټ ته رسېدلي دي، هندوستان ژمنه کړې چې ان د افغانستان له تازه مېوې څخه مالیه او ګمرکي محصول هم وانه‌خلي."

ښاغلي الکوزي وویل چې د کابل او کندهار له هوايي ډګرونو څخه هند ته د تازه مېوې د لېږدولو لپاره یو کمېسیون هم ټاکل شوی دی.

هند ته د افغانستان د تازه مېوې د انتقال په اړه په عالي اقتصادي شورا کې د ولسمشر له‎خوا وروسته تر هغې پرېکړه وشوه چې پاکستان شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د یو شمېر افغانانو له‎خوا د دوی د بېرغ د سوځولو په غبرګون د سپین‎ بولدک چمن لار وتړله.

تر دې مخکې به هره ورځ د تازه مېوو لسګونه موټرې له دغې لارې پاکستان ته تلې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا د دغې لارې په تړل کېدو سره افغان سوداګرو په لسګونه زره ډالر زیان لیدلی دی.

په ورته وخت کې اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار ازادي راډیو سره په خبرو کې هند سره د نېغ په نېغه اقتصادي اړیکو پیل د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره خورا مهم وګڼلو ویې‌ویل چې دغه پیل به د افغانستان اقتصادي پراختیا لاچټکه کړي.

اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار
اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار

ښاغلي واحدیار زیاته کړه:

"د پاکستان په وړاندې ښه او پر ځای اقدام او بدیل دی، د هند سره نېغ په نېغه سوداګرېزه راکړه ورکړه، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې یو ښه اقدام دی، په دې اقدام سره به پاکستان د سیاست او اقتصاد په برخه کې نور هم څنډې ته شي."

ښاغلي واحدیار وویل چې تل دې ته اړتیا ده چې د سوداګریزو لارو بدیل ولټول شي او ټینګار یې وکړ چې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیل، له هند سره نېغ په نېغه سوداګري او چین سره د اقتصادي اړیکو درلودل د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې یو حرکت دی چې حکومت‌یې باید د پراختیا لپاره هڅه وکړي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG