د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

صادراتو کې زیاتوالی؛ افغانان د رومیانو او پیازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي


ارشیف: لوګر کې خرځلاو لپاره ایښودل شوي د پیازو کڅوړې
ارشیف: لوګر کې خرځلاو لپاره ایښودل شوي د پیازو کڅوړې

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په کور دننه د تازه سبو په ځانګړي ډول رومیانو او پیازو بیې لوړې شوي، خو سوداګر يې هره ورځ ګاونډي هېواد پاکستان ته صادروي.

په داسې حال کې چې ګاونډي هېواد پاکستان ته له افغانستانه د سبو په ځانګړي ډول د رومیانو او پیازو صادرات ډېر شوي یو شمېر افغانان یې په کور دننه د بیوو لوړوالي اندېښمن کړي.

دوی وايي، پاکستان ته د رومیانو او پیازو صادراتو د افغانستان په مارکېټ ناوړه اغېزه کړې او اوسمهال یو من رومیان د کابل په بازارونو کې په ۴ سوه افغانۍ پېري په داسې حال کې چې تېر کال دا بیه ۸۰ افغانۍ وه.

دوی دغه شان وايي چې دغه شان د تازه پیازو په بیو کې هم د تېر په پرتله په بې سارې ډول زیاتوالی راغلی دی.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی حاجي مېرزا له دې امله په سوداګرو نیوکه کوي.

هغه وویل: "نن ورځ په افغانستان کې بېکاري اوج ته رسېدلې ده. په همدې حال کې بیا د خوراکي موادو بیو په ځانګړي ډول رومیانو بیې بیخې لوړې شوي دي، خو سوداګر مو همدا شیان بیا ګاونډي هېواد پاکستان ته صادروي او د خپلو هېوادوالو غم ورسره نه شته."

لغمان کې د کروندګر د رومیانو د بسته بندۍ پرمهال
لغمان کې د کروندګر د رومیانو د بسته بندۍ پرمهال

د دې ښار یو بل اوسېدونکی تاج محمد بیا له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې د تازه سبو لپاره په کور دننه سړې خونې جوړي کړي او هغه وخت ترې ګټه واخیستل شي چې اړتیا ورته پیدا کېږي.

هغه وايي: "په ورستیو کې د یو چارک پیازو یا رومیانو بیې ان سل افغانیو ته رسېدلي دي. زموږ غوښتنه داده چې مسولین باید د دې د ساتنې لپاره سړې خونې جوړي کړي چې د اړتیا پر مهال ترې وروسته ګټه واخیستل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ګاونډي پاکستان ته د رومیانو او پیازو صادرات زیات شوي دي.

تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په خپل ټوېټر لیکلي دي چې: "پاکستان له افغانستان څخه د ورځې له درې سوه تر څلور سوه کانتینره تازه رومیان او پیاز واردوي."

نوموړي ویلي دي چې افغان کروندګر له دې سوداګرۍ ډېره ګټه ترلاسه کوي ځکه چې سږ کال دوی ډېر حاصل لري.

سږ کال په پاکستان کې سختو سېلابونو د دې هيواد کروندې ویجاړې کړې نو ځکه هغه هېواد له افغانستانه د تازه سبو واردات زیات کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه هم مني چې پاکستان ته د تازه سبو په ځانګړي ډول د رومیانو او پیازو صادرات زیات شوي خو د بیو د لوړېدو په اړه يې يې وايي، چې سږ کال د تیلو د بیو د لوړېدو له امله د خوراکي توکو په بیو کې هم لوړالی راغلی دی.

د دې خوني مسول یونس مومند ازادي راډيو ته وویل: "ګورئ سږ کال په ټولو برخو کې قیمتونه لوړ شوي دي. دا سږ کال چې زموږ بزګرانو کښت کړی دی، دا يې د تېلو په زور کړی دی، تېر کال دا مهال د یو لیتر ډیزلو بیه په ۴۳ افغانۍ وه، خو سږ کال د رومیانو د کښت پر مهال يې بیه سل یا ۱۲۰ افغانۍ وه نو په ټوله کې د مېوو او تازه سبو په بیو کې لوړوالی راغلی دی، دا پاکستان ته صادراتو پورې ډېره اړه نه لري."

دی وايي، اوسمهال بزګران د خپلې کروندې ترڅنګ یو من رومیان په ۲۳۰ افغانۍ پلوري چې نورو ولایتونو ته يې په انتقالاتو هم لګښت راځي.

خو د مومند په خبره هڅه روانه ده چې په کور دننه د تازه سبو د ساتنې لپاره لويې سړې خونې جوړې شي.

نوموړی دغه شان په کور دننه د رومیانو د روب د فابریکو د جوړېدو په اړه هم وايي چې په اړه يې بېلابېلو سوداګرو سره خبرې روانې دي.

د ازادي زاډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلي، خو مسوولانو يې د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG