د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

سیګار: په افغانستان کې د سخت‌دریځو لاس ته د امریکا د مرستو رسېدو په اړه وېره شته


واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، متحده ایالتونه له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی
او سیګار وايي، دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، متحده ایالتونه له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی او سیګار وايي، دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار یوځل بیا ویلي، داسې وېره شته چې له افغانانو سره د متحده ایالتونو مرستې دې سخت‌دریځو ته رسېدلي وي.

رویټرز بېګا ناوخته د سیګار د نوي راپور په حواله ویلي چې طالبانو د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د بشري ادارو د جوړولو په ګډون ګڼ تاکتیکونه کارولي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه څانګې تراوسه نه دي توانېدلي چې افغانستان ته د ورکړل شوې ۲۹۳ میلیونه ډالره مرستې په تړاو له اصولو سره سمه ارزونه وکړي.

د راپور له مخې، د وزارت درې نورو څانګو افغانستان سره خپلې مرستې ارزولي، خو بیا یې هم سیګار ته د قناعت وړ اسناد نه دي وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د سیګار پر نوي خپاره شوي راپور تبصره نه ده کړې.

واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، متحده ایالتونه له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی.

سیګار وايي، دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG