د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

یو شمېر پخواني افغان سرتېري د خپل ستونزمن ژوند په اړه شکایت کوي


ارشیف: یو شمېر پخواني افغان ځواکونه
ارشیف: یو شمېر پخواني افغان ځواکونه

نن د کب ۹مه د سرتېرو ورځ ده .

دا ورځ په ۲۰۱۷م کال کې د تېر جمهوري حکومت د مشر محمد اشرف غني له لوري د سرتېري په نوم نومول شوې ده.

د کب نهمه د سرتېري ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې دغه ورځ نه نمانځل کېږي او یو شمېر پخواني سرتېري د خپل ژوند د بدو شرایطو په اړه شکایت کوي.

یوه ښځينه سرتېرې، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډيو ته وویل: "زه خپله یوه سرتېرې وم او په دولت کې مې کار کاوه، خو له کله نه چې طالبان راغلي ان د دې جرئت نه‌لرم چې له کوره ووځم. زه د کور ډوډۍ ګټونکې وم، خو له بده مرغه اوس په کور ناسته یم. خیر دې یوسي ګاونډیان یو څه ډوډۍ یو څه خرڅ راسره مرسته کوي. په پورونو کې ډوبه یم."

د افغانستان یو بل پخوانی سرتېری چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

هغه وویل: "موږ خپل وطن او خلکو ته خدمت کړی، د خلکو له حقونو څخه مو دفاع کړې، خو اوس که هر کار وي، مزدوري وي که کوم بل کار وي اماده یم چې ویې کړم."

د دې سرتېرو په خبره، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دا ورځ د هېواد په کچه نمانځل کېده او ټول سرتېري د افغانستان د وګړو لخوا ستایل او هڅول کېدل.

که څه هم دا ورځ اوسمهال د افغانستان دننه نه نمانځل کېږي، خو له هېواده بهر یو شمېر سرتېري په جلا وطنۍ کې دا ورځ په انلاین ډول د پخوانیو سرتېرو په یادولو نمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د سرتېرو د شکنجه کېدو او نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي.

ارشیف: یو شمېر پخواني افغان سرتېري
ارشیف: یو شمېر پخواني افغان سرتېري

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسله والې ډلې د کب د نهمې د سرتېرو ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "له تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پخواني دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو د ځواکونو لخوا له خورا بدو شکنجو، وژنو، زندانونو، تبعید، ان جبري کډوالۍ او سپکاوي سره مخ دي."

په همدې حال کې د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل: "دا مهال تر ټولو لوی ګواښ د افغان وسله وال پوځ منسوبینو ته مخ دی. موږ په تېرو دوه نیمو کلونو کې له بده مرغه د یو ډېر شمېر پوځيانو د قرباني کېدو، ترور، توهین، شکنجې او زندانی کېدو شاهدان یاستو."

د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند اجمل عمر شینواری
د تېر جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند اجمل عمر شینواری

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي چې د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو غیرقانوني وژنې، په خپل سر نیول، ربړونه، ناوړه چلند او ګواښونه په کې شامل دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوناما دغه راپور رد کړى و.

د افغانستان د پخواني نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د سیګار د شمېرو له مخې ۳۵۰ زره تنه وو، د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې هغه مهال منحل شول چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG