د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

پاټېل: امریکا په افغانستان کې د ډیپلوماتیکې استازولۍ د بیا پرانیستلو هیڅ پلان نه‌لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات په نږدې وخت کې افغانستان ته د بیا ستنېدنې او په کابل کې د ډیپلوماتیکې استازولۍ د بیا پرانیستلو هیڅ پلان نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات په لنډ راتلونکي کې افغانستان ته د بیا ستنېدو او په کابل کې د خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ د بیا پرانیستلو لپاره هیڅ کومه برنامه نه‌لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټېل د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې رسنیو سره خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو بېرته تګ له طالبانو سره د تعامل لپاره د متحده‌ ایالاتو مهم شرطونه دي.

هغه زیاته کړه: "موږ د طالبانو د غړو په ګډون په افغانستان کې دننه او بهر له ډېرو افغانانو سره په اړیکه کې یوو، خو بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو بېرته راستنېدل د تعامل لپاره زموږ شرطونه دي چې له خپلو ټولو متحدانو او شریکانو سره د همدې لپاره کار کوو. البته ملګري ملتونه زموږ له مهمو متحدانو دي. موږ په طالبانو فشار ته دوام ورکوو چې له خپلو تبعیضي سیاستونو راوګرځي، په ځانګړې توګه له هغو سیاستونو چې د نجونو او ښځو پر وړاندې عملي کېږي. له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د ټولو افغانانو په حقونو پورې مشروط دي."

په کابل کې د امریکا سفارت چې اوسمهال هیڅ فعالیت نه لري. دغه سفارت د ۲۰۲۱م کال د اګست په وروستیو کې وتړل شو.
په کابل کې د امریکا سفارت چې اوسمهال هیڅ فعالیت نه لري. دغه سفارت د ۲۰۲۱م کال د اګست په وروستیو کې وتړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي سټراټیژیک سند کې چې سیګار هم پرې راپور خپور کړې و لیکل شوي چې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په "محتاطانه" ډول او د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندنې پرته، په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو امکان د بیا کتنې په حال کې دی.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې د متحده‌ ایالاتو په ګډون له ټولې نړۍ سره په تعامل ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت تورن دی چې له نړۍ سره یې د ښه تعامل جوړولو او د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره بنسټیز او عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو اوسنی حکومت د بشري حقونو په نقض، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو سره په تبعیضي چلند تورن کړی دی.

هغه مسئله چې د چارو د شنونکو په باور له نړیوالې ټولنې سره یې د طالبانو حکومت د تعامل پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG