د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

سیګار: پاکستان یو شمېر امریکا ته تلونکي افغانان هم افغانستان ته ستانه کړي


پاکستان کې د افغان کډوالو خلاف د عملیاتو یو اړوند تصویر - ارشیف
پاکستان کې د افغان کډوالو خلاف د عملیاتو یو اړوند تصویر - ارشیف

له پاکستانه د هغه زرګونو له ګواښ سره مخ افغان کډوالو د اېستلو په اړه چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته نوموړي هیواد ته کډه شوي د اندېښو په دوام، تازه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې (سیګار) ویلي، د پاکستان حکومت یو شمېر هغه افغانان چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولېږدول شي، بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

سیګار د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې وویل چې دې پروسې د هغو افغانانو ژوند پیچلی کړی چې متحدو ایالاتو ته د تګ کېسونه لري او د راپور په ټکو په ستنو کړل شویو کې داسې کسان هم شته چې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د سیګار د راپور له مخې، ډېرى دغه افغانان يوازې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له بېړنۍ وېستلو وروسته، امریکا په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور نه لري او له همدې امله نه شي کولای له خپلو متحدینو سره د ویزې د ورکړې لپاره لازمې مرکې وکړي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې د کډوالۍ " اس اى وي" " پي ١ اوپي٢" کېسونه لري، هم وايي چې له یوې خوا د ویزو په ورکړه کې ځنډ او له بلې خوا د شړل کېدو ګواښ دوی ډیر اندېښمن کړي دي.

یو شمېر هغه افغان کورنۍ چې امریکا ته د کډوالۍ کېسونه لري
یو شمېر هغه افغان کورنۍ چې امریکا ته د کډوالۍ کېسونه لري

یوه له دغو افغان کډوالو څخه ناهيد سادات ده چې له خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسېږي او امريکا ته د پناه غوښتنې دوسيه لري.

هعې ازادي راډيو ته وويل:

" اوس مهال زموږ د ویزې موده پای ته رسېدلې، زموږ د کورنۍ هر فرد ته ۴۰۰ ډالره جریمه ورکړل شوې ده، که په څو ورځو کې پیسې ور نه کړو، جریمه به دوه چنده شي. موږ هڅه کوو چې جریمه ورکړو او ویزه ترلاسه کړو. موږ له اخراج سره مخ یو، موږ غواړو چې زموږ غږ واوریدل شي او زموږ قضیې ژر تر ژره وڅیړل شي."

عظیم اندرابي، په پاکستان کې یو بل افغان کډوال دی، وايي چې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره په هرو دریو میاشتو کې ۳۵۰ زره کلدارې ورکوي، څو له دغه هېواده ونه اېستل شي.

اندرابي زیاتوي:

" اوس افغانستان په داسې حالت کې نه دی چې زموږ د ستنېدو لپاره زمینه برابره وي، دا سمه ده چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې زموږ ژوند تر ګواښ لاندې نه دى کله چې د کار او زده کړې زمینه نه وي کله چې مونږ، زمونږ اولادونه، خويندې او ميندې، د زدکړو حق و نه لري او په خپل هېواد کې د ازادۍ حق و نه لرو، په دې مانا ده چې موږ ژوندي نه يوو، هيله ده مسوول بنسټونه دې موضوع ته پام وکړي، ځکه مونږ ته ویل شوي وو چې کېسونه به مو له ۱۸ څخه تر ۲۴ میاشتو پورې وڅېړل شي، دا موده تېره شوه، خو د تخليې کوم خبر نشته."

د سیګار په درې میاشتني راپور کې دا هم راغلي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته به افغان کډوال داسې یو داسې هېواد وګوري چې لا هم د نزول په حال کې دى.

پاکستان تر اوسه څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال، افغانستان ته ستانه کړي
پاکستان تر اوسه څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال، افغانستان ته ستانه کړي

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا په حواله ویل شوي چې له دغو راستنو شویو څخه ۸۰ زره یې په افغانستان ته د ورتګ ځای نه لري او دغه هېواد ته د ستنېدونکو نجونو او ښځو د د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدلو پایلې به ډیرې شدیدې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته چې د ١،٧ ملیون څخه ډیر بى اسناده افغان کډوال له ياد هېواده باسي، درېیو لوړ پوړو امریکایي چارواکو هم پاکستان ته سفر وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د هغو کډوالو د شړلو په اړه خبرې وکړې چې نوموړي هېواد ته د پناه غوښتنې کېسونه لري.

دغه شان امریکا هغو افغانانو ته چې امریکا ته د پناه غوښتنې کېسونه لري د معافیت لیک استولی تر څو پاکستاني پولیس یې ونه شړي او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم د وټس اپ شمېره اعلان کړه او د امریکا د کډوالۍ له کېس لرونکو افغان کډوالو څخه یې وغوښتل، که چېرې له ستونزو سره مخ کېږي دوى سره اړیکه ونیسي.

خو پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG