د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

مېلر: امریکا لا هم له افغانستان سره د مرستو تر ټولو لوی چمتو کوونکی هېواد دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متيو مېلر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته واشنګټن لا هم له افغانستان سره د مرستو تر ټولو لوی چمتو کوونکی هېواد دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۴مه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې د امریکا متحده‌ایالات د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي.

مېلر دا هم وویل، د دغو مرستو دوام د افغانستان د لوی اقتصاد پورې اړوند مسئلو سره د مبارزې یوه لاره ده.

د هغه په وينا، امريکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "متحده‌ایالات د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي. یوه له هغو لارو څخه چې موږ دې کار ته دوام ورکوو، د لویو اقتصادي مسئلو حل کول دي، کوم چې د اوسني بشري وضعیت لپاره اغېزمن اړین ثبات چمتو کوي او د ډېرو هغو مسئلو په کمولو کې مرسته کوي چې نن ورځ په افغانستان کې د بشري ناورین لامل کېږي. موږ افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی چمتو کوونکي یو او د ۲۰۲۱ له اګست مو د افغانستان خلکو ته د ژوند ژغورنې او دوامدارې مرستې په برخه کې له ۲ میلیارد ډالرو څخه زیاتې مرستې کړې دي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د دې تر څنګ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې په اوسني وضعیت کې اغېزمنې بولي، خو ټینګار کوي چې افغانستان د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي ژوند د ښه کولو لپاره پراختیايي مرستو ته اړتیا لري.

د دوی له ‌ډلې محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل، د امریکا د متحده‌ایالتونو مرستې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د لا پراخېدو مخه نیولې، خو بشري مرستې د افغانستان د خلکو په اقتصادي وده او د ځان بسیاینې په برخه کې اغېزمنې نه‌شي تمامېدلی.

دودیال وايي: موږ باکیفیته بشري سرچينو، متخصصینو او مسلکي کسانو ته اړتيا لرو، موږ د صنعت په خورا مهمو سکتورونو کې پانګونې ته اړتیا لرو، موږ د کلیوالو سیمو پراختیا ته اړتیا لرو او دا زموږ په اقتصاد کې لوی رول لري.

دودیال وايي: "موږ له کلونو راهیسې وایو چې که مرستې کېږي، باید په پرمختیايي بڼه وي او پایله یې هغه پروژې دي چې د هېواد له پرمختګ او ښېرازۍ سره مرسته کوي. که دا تولیدي پروژې وي یا د خدماتي پروژې وي، دا ټولې د هېواد په ګټه دي. موږ باکیفیته بشري سرچينو، متخصصینو او مسلکي کسانو ته اړتيا لرو، موږ د صنعت په خورا مهمو سکتورونو کې پانګونې ته اړتیا لرو، موږ د کلیوالو سیمو پراختیا ته اړتیا لرو او دا زموږ په اقتصاد کې لوی رول لري."

دوديال وايي، د کرنې او مالدارۍ او لاسي صنايعو وده په افغانستان کې د خلکو پر ژوند ښه اغېز لرلاى شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۴مه په کابل کې د ملګرو ملتونو له یوه چارواکي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې لوږه، بې‌وزلي او بې‌کاري دوی ته د پخواني حکومت څخه په میراث ورپاتې دي چې کابو کول او له‌منځه وړل یې وخت او زياتو امکاناتو ته اړتیا لري او نړۍ باید له انساني پلوه افغانستان هېر نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

خو نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې تل ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته اقتصادي ناورين، بې‌‌وزلي او بې‌کاري بې‌ساري کچې ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې یو شمېر خلکو هم په وار وار ازادي راډیو ته ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر یا سیګار د سلواغې په مياشت کې د دغه هېواد کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې ۱۱.۲۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG