د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

بغلان او څو نورو ولایتونو کې بیا د سېلابونو د راوتو وړاندوېنه


بغلان کې د وروستیو خونړیو سېلابونو یوه څنډه
بغلان کې د وروستیو خونړیو سېلابونو یوه څنډه

لا د بغلان د لومړي سېلاب له امله ورک خلک نه دي پیدا چې بیا په دې ولایت او څو نورو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې د یکشنبې په ورځ هم په بغلان، بدخشان، تخار، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان او ننګرهار کې اورښتونه کېږي چې ورسره د سېلونو د راوتلو خطر هم شته.

د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې چې شدید دي.

په شاوخوا اتو ولایتونو په تېره بیا بغلان کې وروستیو سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړي او ګڼ خلک ورک دي چې خپلوان يې لا هم پسې ګرځي.

د بغلان د یوې لرې پرتې سیمې خلک هغه پنځه کسان خاورو ته سپاري چې وروستیو سېلونو مړه کړي.

د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي

له رویټرز سره په خبرو کې سپین ږیری ګلبدین وايي د کورنۍ پنځه غړي یې له لاسه ورکړل او دوی ورسره مرسته نه شوای کولای.

" پنځه کسان مې له لاسه ورکړل. دوه مې هلکان او دوه نجونې او مور یې هم ده. ډېر سېلونه راغلل او موږ هغه صحنه کې موجود هم وو البته د سېل دېخوا ولاړ وو. موږ کومه مرسته ورسره ونه شوای او دا عزیزان مو د سترګو وړاندې له لاسه ورکړل."

په بغلان کې وروستیو سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې وران کړي دي.

د بغلان یو اوسیدونکی نبي احمدي چې وضعیت یې له نږدې څارلی ازادي راډيو سره په خبرو کې د هغو سیمو نومونه واخیستل چې خلکو ته پکې ډېر مالي او ځان تاوانونه رسېدلي.

" ډېر المناک سېلاب وو. پلخمري کې یوه سیمه ده دxوال معدن ورته وايي دلته یې زیاتره کورونه وران کړل او خلک یې وېوړل. زمانخېلو منطقه کې هم یې سېلونه راغلل په حسین خېلو سیمه کې یې هم سېل خلکو ته زیان واړاوه. پاس په شمال خوا کې مرکزي بغلان، شهر جدید له حده زیات یې زیان اړولی دی. په نهرین ولسوالۍ او شېخ جلال سیمو کې یې هم ډېر کورونه وران کړل. خلک ورک دي. د سیمې خلک لګیا دي جسدونه او مړي لټوي. او سېلونو په واقعیت ډېر زیان اړولی."

د ژغورنې نړیوالې کمېټې آی آر سي په یوه خبرپاڼه کې په نړیوالو تمویلونکو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د افغان زیانمنو کورنیو سره مرستو ته ودانګي.

غور هم درنو سېلابونو ځپلی
غور هم درنو سېلابونو ځپلی

د ای ار سي افغانستان څانګې مشرې سلما بن الیسا ویلي وروستیو سېلونو یو بشري بېړنی حالت رامنځته کړی او بېوزلي خلک چې له تېرو طبیعي ناورینو لا د ارام سا نه وه اخیستې وروستیو سېلونو لا پسې وځپل.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په بیان کې دا هم راغلي چې په نړۍ کې له ګڼو نورو پېښو او کړکېچونو سره سره نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي ځکه دمګړۍ دوی تر بل هر وخت مرستو ته اړتیا لري.

اخوا د طالبانو حکومت ویلي چې د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ شنبه مازیګر پېښو ته د رسېدو بېړنۍ ناسته ترسره شوې او ټولو اړوندو ادارو ته امر شوی چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې زیانمنو سیمو ته د ژغورنې ډلې، خوراکي مواد، درمل او مرستې ورسوي او د مړو د تدفین تدابیر ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG