د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

افغانستان کې اورښتونو او سېلابونو زیانونه اړولي؛ زیانمن د مرستو غوښتونکي دي


ارشیف: په بدخشان کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په بدخشان کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو درنو اورښتونو او مرګوني سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونو اړولي دي.

له تېرې نږدې یوې میاشتۍ راهیسې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د پرله‌پسې سېلابونو او ورښتونو شاهدان دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له دولت څخه د مرستو غوښتونکي دي ځکه د دوی په ټکو، د ځمکو او څارويو د له منځه تلو له امله یې اقتصاد سخت خراب شوی دی.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي چې تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په شهرک ابوالفضل، محل انقلاب او محل سیدآباد سیمو کې ډېر شدید سېلاب راغلی و.

هغه وویل: "پرون د ماښام شپږنیمې بجې وې چې سېلاب راغی او درې سیمې اوبو نیولي، سېلاب هم له حده زیات و. د خلکو کورونو کې اوبه راغلي، کورونه یې خټه شوي. امکان لري خلک لومړنيو مرستو ته اړتیا ولري."

د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی غوث‌الله توحید ازادي راډيو ته وویل: "تر دې دمه د خلکو د غنمو او زیرې کښتونه او شمسي هیندارې زیانمنې شوي دي. ډېری ځایونو کې یې د خلکو کورنه نړولي دي. زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې خلکو سره جدي مرسته وکړي."

د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي حسن په دې ولسوالۍ کې د ورپېښو زیانونو په اړه وویل: "سېلابونو د لعل سرجنګل ولسوالۍ ته ډېر زیان رسولی. دېوالونه یې وران کړي. څاروي یې وژلي. د خلکو ځمکې یې ویجاړې کړي. زموږ غوښتنه دا ده چې مرسته وشي."

دې سېلابونو نه یواځې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولې دي بلکې د مواصلاتي لارو د بندېدو لامل هم شوي چې د خلکو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی شکرالله حلیم وايي: "د کلینیک، بازار او مکتب لارې بندې شوي دي، مطلب خلک نه شي کولای خپل مریض کلینیک ته انتقال کړي، بازار ته ولاړ شي او د خپل ورځني ژوند ستونزې حل کړي."

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې کلي د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په غور، نورستان او تخار ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله چې کومې مواصلاتي لارې بندې شوې وې، د پاک کارۍ کار یې په چټکۍ سره روان دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي وېډيو ګانې ښيي چې د یو شمېر ولایتونو تر منځ لویې لارې له ډلې یې د بدخشان-تخار لویه لار هم د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ازادي راډیو وغوښتل د دې خلکو د غوښتنو او د سېلابونو د وروستیو تلفاتو د تازه شمېرو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وپوښتي، خو ویاند یې جانان سایق په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې نوموړي رسنیو ته په یوه لېږل شوي وېډيويي کلپ کې د غويي له شپږمې تر ۹مې نېټې د اورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمیر ۸ او د ټپيانو شمېر ۳ او د وري له ۲۲مې نېټې څخه د غويي تر لومړۍ نېټې یې د مړو شمېر ۹۹ او د ټپيانو شمېر ۶۳ ښودلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هواي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د غويي ۱۶مه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً تیز باران، تالندې برښنا او سېلابونو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG