د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

بنېټ: سېلاب ځپلی افغانستان د طالبانو او نړیوالو لوبغاړو بېړنیو او اوږد مهالو مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ په خپله ایکس پاڼه کې په بغلان کې د سېلابونو او له امله یې د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه لیکلي، د بغلان په ګډون په افغانستان کې وروستي سیلابونو ګڼ شمیر خلک وژلي چې په خبره یې د اقلیم بحران پر وړاندې د افغانستان د زیانمنتیا جدي والی ښيي او د طالبانو او نړیوالو لوبغاړو لخوا په سمدستي مرستو او د اوږدمهاله پلان په اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري پر خپله ایکس پاڼه په په دې اړه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ لیکي چې د اقلیم د بدلون له ناورینونو سره د مبارزې لپاره، طالبان باید د ټول نفوس ځواک په کار واچوي او پر ښځو او نجونو محدودیتونه دې لرې کړي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په اکثرو ولایتونو؛ په ځانګړې توګه په بغلان، غور،تخار، کندهار، کندوز، بدخشان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې شدیدو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او د سلګونو کسانو د مړه کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي چې ډیره برخه یې په بغلان کې د پرونیو سېلابونو له امله ده.

یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو او جریانونو هم په بغلان او نورو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنې کړې دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام جمهور رییس محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپلو ټولنیزو پاڼو کې او د جمعیت اسلامي ګوند او طالبانو مخالفې جبهې د ازادي جبهې هم په خپلو اعلامیو کې له نړیوالو سازمانونو، مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غوښتي چې د خلکو مرستې ته ورودانګي.

د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي بیا د عزیزي بنسټ له خوا په بېړني ډول سېلاب ځپلو ته د ۵۰ میلیونه افغانیو مرستې خبر ورکړی دی.

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې د ۳۰۰ تنو د مړینې خبر ورکړی
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې د ۳۰۰ تنو د مړینې خبر ورکړی

د طالبانو حکومت بیا په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د دې پېښو قربانیانو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه خپره کړې راغلي: " د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همدا راز د ولایتونو مسوولینو ته لارښونه کېږي چې ژر تر ژره د خلکو د ژغورنې، د شهیدانو د راېستلو او د ټپيانو د معالجې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي. اسلامي امارت به هم د ټولو ممکنه امکاناتو په کارولو سره د خپل ولس په خدمت کې وي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکی د اورښتونو او سېلابونو زیانمنو ازادي راډیو سره په خبرو ادعا کړې وه چې دوی سره لازمې مرستې نه دي شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG