د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

بغلان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي


یوه سېلاب ځپلې سیمه
یوه سېلاب ځپلې سیمه

په بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې سېلابونو له ۳ سوه ډېر کسان وژلي او له زرو ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ډبیلو ایف یوې کارکوونکې په ایمیل ازادي راډیو ته ویلي چې په دې سېلابونو کې ۳۱۱ کسان وژل شوي، ۲۰۱۱ کورونه ویجاړ شوي او ۲۸۰۰ کورنه زیانمن شوي دي.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو د طالبانو د حکومت د دولت وزارت بیا متفاوت ارقام وړاندې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۸۵ تنه مړه شوي او له سلو ډېرو ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون د نوموړي له قوله لیکلي چې د یادو سېلابونو له امله یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي وايي له بدو بدترې دې نه وي خو لا کوچنی قیامت تجربه کوي.

د پلخمرۍ د څلورمې ناحیې د غم ځپلې کورنۍ یوه غړي غلام حسین ازادي راډيو ته وویل:

" همدې ځای کې چې زه یم، دلته یوه زما د ورور ښځه او یوه زما د تره د زوی مېرمن چې کله له پاسه سېلاب راغی له څلورو ماشومانو سره یې دوی لاندې کړل، دلته ډېر زیانونه اوښتي دي، له موږ پاس یې یو ماشوم شهید کړی او دلته لاندې کورونو کې یې هم دوه ماشومان مړه کړي دي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی موسی خان وايي سېلابونو خلکو ته درنه مالي تلفات هم اړولي دي.

"زما د یوه ګاونډي یې کوټې ورانې کړي، د بل ګاونډي مې ټول کور له منځه تللی دی، د قندهارو جومات یې نړولی دی، خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي، د شپږ سوه لکه افغانیو په ارزښت زیاتونه به یې اړولي وي."

د بغلان د نهرین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل:

"په نهرین ولسوالۍ کې یې ډېر زیات زیانونه اړولي دي، د خلکو کورونه یې له منځه وړي دي، ماشومان ښځې او نارینه یې شهیدان کړي دي، کرنیزې ځمکې او څاروي هم سېلابونو وړي دي."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو وروستۍ شمېرې لا نه دي شریکي کړي، خو په بغلان کې ځینو سیمه ییزو سرچینو یو شمېر رسنیو ته ویلي دي چې په دې ولایت کې سېلابونو ۱۵۰ کسان وژلي دي.

د بغلان تر څنګ تخار هم تېره ورځ ناوخته د سختو سېلابونو شاهد و.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسولینو له قوله لیکلي دي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰ تنو ژوند بایللی او لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.

یوه بله سېلاب ځپلې سیمه
یوه بله سېلاب ځپلې سیمه

د چارواکو په وینا؛ سېلابونو په چال، اشکمش، نمک‌اب او فرخار ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي.

اخوا په هرات کې ولایت کې هم د یو ماشوم په ګډون سېلابونو درې تنه وژلي دي.

په هرات کې د طالبانو ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دې ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې سیلابونو زیانونه اړولي دي.

په بدخشان کې بیا سېلابونو یو کس وژلی او څو کسان یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان دي چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

تازه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په بدخشان، تخار، بغلان، لغمان، پنجشیر، نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې نن او سبا د سختو اورښتونو اټکل کړی دی.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د باران کچه به په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۲۶ ملي مترو پورې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG